سیمه ییز خبرونه

ملا برادر او قزاقستاني چارواکي د اوسپنې پټلۍ پر نوي شبکه خبرې کړي

ملا برادر او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال تر منځ د اوسپنې پټلۍ پر نوي شبکې بحثونه شوي دي

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، پرون د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال سریک ژومانګارین سره لیدلي.

د هغه مطبوعاتي دفتر ویلي، په دې لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، د ترکمنستان او افغانستان له لارې له قزاقستان څخه پاکستان ته اوسپنې پټلۍ نوې شبکې غځولو او ترانزیټي مسایلو په اړه خبرې شوې دي.

ملا برادر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې زیاتېدو په موخه په هرات کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې پرانیستل، افغان – ټرانس پروژه کې د پانګونې لپاره د یاد هېواد لېوالتیا او همدارنګه له هغو تحریم شویو ګروپونو څخه د طالبانو ډلې ایستل چې دغه هېواد په خپله خاوره کې پرې بندیز لګولی و؛ مهم او اساسي ګامونه یاد کړي دي.

afghan (8)
ملا برادر او قزاقستاني چارواکي د اوسپنې پټلۍ پر نوي شبکه خبرې کړي

د نورو پروژو په اړه خبرې

ملا برادر آخوند همدا رنګه د دواړو هېوادونو د سوداګرو بانکي ستونزو ته د رسېدنې په موخه د هوکړه لیک پر لاسلیک، د افغان– قزاق ګډو شرکتونو پر جوړولو او د افغان سوداګرو لپاره د وېزو د ورکړې په برخه کې د آسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

نور ولولئ: نورو هېوادونو ته د افغانستان صادرات ۲۰ میلیون ډالره کم شوي دي

نور ولولئ: د افغان-ټرانس په اړه میرضیایف او پوتین له یوه او بل سره لیدلي دي

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال  په افغان – ټرانس پروژه کې د شویو پرمختګونو هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده: که چېرې د ترکمنستان او افغانستان له لارې له قزاقستان څخه پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ نوې شبکه وغځول شي؛ دا به د نورو پروژو په پرتله لنډه او د ښکېلو هېوادونو لپاره اقتصادي تمامه شي او وبه کولای شي، چې د مرکزي آسیا هېوادونه د افغانستان له لارې سویلي آسیا او افغانستان به د ترکمنستان او قزاقستان له لارې له چین او اروپا سره ونښلوي.

د صنعت او سوداګرۍ ګډه خونه

سریک ژومانګارین څرګنده کړې چې د قزاقستان حکومت په پام کې لري چې له افغانستان سره د سوداګرۍ زیاتولو په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د صنعت او سوداګرۍ ګډه خونه او د تجارت او کار ګډ ګروپ رامنځته کړي.

د هغه په وینا، قزاقستان چمتو دی چې د افغانستان په کانونو کې د قزاقي پانګه والو پر پانګونې سربېره، له افغانستان سره د برېښنايي حکومتولۍ، صنعت، لوړو زده کړو، پوهنې، روغتیا او بانکي سکټورونو کې هم همکاري وکړي.

د قزاقستان جمهوریت د لومړي وزیر د مرستیال سریک ژومانګارین په مشرۍ د یاد هېواد د دولتي او خصوصي سکتور جګپوړی پلاوی د دوه اړخیزو اړیکو د لا ټينګښت او پراختیا، د افغان – قزاق نندارتون د پرانیستلو او د «تجاري تواصل» کنفرانس د ترسره کولو په موخه پرون کابل ته راغلی او د روغتیا په سکتور کې یې له افغانستان سره دوه ټنه بشري مرسته کړې ده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button