نړیوال خبرونه

ملا برادر یو ويډیو کې خپل د غیابت علتونه وویل

ملا برادر یو ويډیو کې خپل د غیابت علتونه وویل.د طالبانو د حکومت مرستیال ملا عبدالغني برادر له څو ورځني غیابت وروسته په یوه ویډیو کې را څرګند شو او خپلمینځي اختلافات یې په کلکه رد کړل.

برادر د افغانستان له ملي ټېلیویزن سره په مرکه کې چې بېګا شپه خپره شوه ویلي، تېرو څو ورځو کې په سفر بوخت و او رسنیو ته یې هم لاس رسی نه درلود.نوموړی وايي: “زه الحمدالله جوړ او روغ یم، بله خبره دا چې رسنۍ وایي خپلمینځي اختلافات لري،

دا بلکل هېڅ حقیقت نه لري. موږ په خپلمینځ کې ډېر شفقت او ترحم لرو، ان یوه فامیل کې به هم داسې شفقت او ترحم نه وي.له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې ښاغلی برادر د طالبانو له مشرتابه سره خپلمینځۍ شخړه کې ټپي شوی او په ټولنیزو رسنیو کې یې د مرګ اوازې هم خپرې شوې.

fb img 1631787863803

دا شکونه تر هغه وروسته پیدا شول چې تېره یکشنبه کابل ته د قطر د بهرنیو چارو وزیر د سفر پرمهال ښاغلی برادر ارګ کې و نه لیدل شو.او همدا لامل شوچې د خلکو شکونه نور هم زیات زیات شو.

برادر اوس ویلي، که د قطر د بهرنیو چارو وزیر له سفره خبر وی، ده به خپل پلان شوی سفر لغوه کړی وی.ځکه د هغه پر وینا نوموړیدغه ورځ بامدې قندهار کې وو او نیشو کولی چې کابل ته بېرته زر راوګرزي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button