نړیوال خبرونه

ملا هیبت الله: امریکا دې زموږ سره پرهوکړه او ژمنو کلکه ودرېږي

ملا هیبت الله اخونزاده د افغان طالبانو مشر متحده ایا لاتو ته ویلي دي چې له طالبانو سره دې پر هوکړه او ژمنو کلک ودرېږي. ملا هبت الله اخونزاده د کوچني اختر په مناسبت پیغام کې ویلي، د دې تړون ریښتوني عملي کېدل د ټولو اړخونو په ګټه دي. اسلامي امارت له امریکا سره لاسلیک کړې توافقنامې ته ژمن دی،او غواړي چې ټولې خواوې دغې تړون ته ژمن اووسیږي.

دوي له نورو اړخونو هم غواړي چې په خپلو ژمنو سم ودریږي او پرې نه ږدې چې دا حیاتي فرصت خراب شي. د ملا هبت الله دا پیغام په داسې مهال دی چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي بیا د سیمې سفرشروع کړی او په ترڅ کې یې قطر کې له طالب استازو او کابل کې له افغان مشرانو سره ملاقات کوي.

بلخوا د افغانستان لپاره د ایران، پاکستان، روسیې او چین استازو په ګډه ویډيويي ناسته کې د افغان کشالې له ښکېلو اړخونو غوښتنه کړې چې د سولې لپاره له اوسني چانس ګټه واخلي. امریکا تيره پرورۍ له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې باید مارچ کې د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره پنځه زره طالب بندیان او د افغان حکومت زر بندیان خوشي شوي وی.

د طالبانومشر په پنځو ژبو (پښتو، دري، عربي، انګلیسي او اردو) خپاره شوي دې یاد  پیغام کې د دې موضوع له یادولو پرته په زندانونو کې د بندیانو وضعیت خه ندۍ خودل شوۍ.او له خیریه بنسټونو او انساني حقونو ادارو غوښتل شوې چې ژر تر ژره د بندیانو د خوندیتوب او خلاصونه لپاره ګامونه واخلي.

او عبدالله عبدالله او د ولسمشر غني ترمنځ د ټاکنیزو لانجو له امله لا هم د افغانانو خپلمنځي خبرې نه دي پیل شوې او تېره اونۍ افغان حکومت کابل او ننګرهار کې د هغو بریدونو پړه پر طالبانو واچوله چې دې ډلې پکې لاس لرل په کلکه رد کړي دي. .

افغان ولسمشر غني  له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې د دفاعي په ځای بریدګر حالت غوره کړي. وسلوال طالبان د ولسمشر غني دې دریځ ته په ځواب کې وايي، چې نوموړی په جګړه کې خپل واک غځول غواړي. دوی بیا بیا افغان حکومت تورن کړی چې له امریکا سره یې د سولې تړون د پليتابه خنډ دی.

د هبت الله اخوند په پیغام کې هم له اشارې پرته له امریکا غوښتنه شوې چې “چاته باید اجازه ور نه کړئ زموږ او ستاسو ترمنځ توافقنامه چې په نړیواله کچه منل شوې، له خنډ، ځنډ او بالاخره له ناکامۍ او ماتې سره مخ کړي”.

په دې پیغام کې پر نړیوالو روغتیايي ادارو او موسسو غږ شوی چې افغانستان کې د کورونا ناروغۍ د مخنیوي لپاره هڅې ډېرې کړي.

د یادونې وړ ده چې افغان حکومت او یا کوم بل سیاسي مشر یا تنظیم د دغې پیغام په اړه څه ندي ویلي.د دغې پیغام په اړه امریکا هم لا څه ندي ویلي.دغه پیغام په بازې اجتماعي شبکوکې هم بدې اړه رسمي څه ندي ویل شوي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button