نړیوال خبرونه

ملي امنيت شورا؛ تاو تریخوالۍ باید کم شي چې د سولې خبرې روانې پاتې شي

د ملي امنيت شورا وايي تا تریخوالۍ باید کم شي چې د سولې خبرې روانې پاتې شي دغه شورا وایی که چېرې طالبان تاوتريخوالی کم نه کړي، نو د بين الافغاني سولې لپاره زمينه برابرول ستونزمن دي. د افغانستان د ملي امنيت شورا وياند جاويد فيصل نن (غويي په ۱۳مه) کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل طالبان بايد د بین الافغاني مذاکراتو د پيلېدو لپاره تاوتريخوالی کم او دايمي اوربند ته زمينه برابره کړي.

د امنیت شورا ویاند وویل: “موږ ته د تاوتريخوالي کمښت ارزښت لري، نو پر طالبانو غږ کوو چې تاوتريخوالی کم او سولې ته زمينه برابره شي.” د نوموړي په وينا که چېرې طالبان تاوتريخوالی کم نه کړي او خپلو بريدونو ته ادامه ورکړي، نو سولې ته رسېدل به ستونزمنه او يو ځل بيا به دغه پروسه له ننګونو سره مخ شي.

د نوموړي په وينا که چېرې طالبان تاوتريخوالی کم نه کړي او خپلو بريدونو ته ادامه ورکړي، نو سولې ته رسېدل به ستونزمنه او يو ځل بيا به دغه پروسه له ننګونو سره مخ شي. ده زياته کړه چې تېره ورځ د طالبانو له لوري په کندز ولايت کې د حکومت د لیست سره سم د ۴۶ زندانيانو خوشې کول نیک ګام دی چې سولې ته لاره هوارولی شي

خو دی وايي په ۴۶ کسانو کې ۳۹ یې امنيتي سرتيري او اووه نور یې ملکي کسان دي. فيصل وويل که چېرې په راتلونکي کې طالبان د لیست سره سم نور بنديان خوشې کړي، نو د دوی ترمنځ به د اعتماد فضا رامنځته شي. هغه يو ځل بيا ټينګار وکړ چې د طالبانو له لوري د زندانيانو خوشې کېدل بايد د حکومت له لوري د ورکړل شوي لیست په مطابق وي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې حکومت ويلي و چې د طالبانو له لوري ډېری راخوشې شوي بنديان ملکي دي.
حکومت دا هم زياته کړې وه چې د‌ دوی له لوري د طالبانو له لیست سره سم بنديان خوشې شوي، خو له مقابل لوري دغه ټکي ته پام نه کېږي.

دغه راز له څو اونيو راهيسې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د طالبانو له لوري په بريدونو کې زياتوالی راغلی دی.
حکومت بيا ادعا لري چې په دغو بريدونو کې تر ټولو ډېر زيان ملکي خلکو ته رسېدلی او ډېرې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بل طرف ته د ولسمشر له لوري پخواني اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله تر اوسه د بين الافغاني سولې لپاره د مصالحې عالي شورا مشرتوب نه دی منلی. خو تېره ورځ پخواني اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله په خپل ټوېټر او فېسبوکپانه ليکلي وو چې د ده او ولسمشر محمد اشرف غني ترمنځ شته ستونزې تر ډېر ځایه حل شوي دي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button