نړیوال خبرونه

ملګري ملتونه: اسلامي امارت دې پر ښځو او نجونو محدودیتونه لرې کړي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو په یوې ګډه اعلامیه کې له اسلامي امارته غوښتي، هغه سیاستونه او کړنې پای ته ورسوي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو بشري حقونه او بنسټیزه خپلواکي محدودوي.

په‌دې اعلامیه چې د دې شورا د پنځلس غړیو له لوري خپره شوې، په کلکه د ښځو او نجونو د بشري حقونو مراعتولو د کموالي په اړه اندېښنه څرګنده شوې ده.

په افغانستان کې د ښځو او نجونو د محدودیتونو د لګولو په اړه وروسته له هغې اندېښې ډېرې شوې چې اسلامي امارت په یوه فرمان کې غوښتنه وکړه چې د ټلوېزیوني خپرونو د وړاندې کولو پر مهال دې ښځینه ویاندویانې خپل مخ پټ کړي.

نور یی ولوله | بابر اعظم: له پاکستانه به داسې لوبډله جوړوم چې نړۍ به یې یاده ساتي

په‌دې اعلامیه کې همداراز له اسلامي امارته غوښتنه شوې چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیزې او د نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په یوه ټویټ کې لیکلي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د اسلامي امارت د سیاست تغیر په اړه نړۍ یوه خوله ده. ښاغلي وېسټ زیاته کړې، د نړۍ هېوادونه همداراز په افغانستان کې د باثباته اقتصاد جوړولو غوښتونکې ده. خو د اسلامي امارت چارواکو تر دې دمه په‌دې اړه څه غبرګون نه‌دی څرګند کړی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button