نړیوال خبرونه

ملګري ملتونه وايي، چې افغانستان کې ۴۷ سلنه خلک وږي دي

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، چې افغانستان کې ۴۷ سلنه خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړ دي

د خوړو نړیوال پروګرام یا “ډبليوایف‌پي” وايي، په افغانستان کې په هرو سلو کسانو کې ۴۷ یې د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

“ډبليوایف‌پي” په افغانستان کې د خلکو د ستونزمن اقتصادي وضعیت په اړه د اندېښنو په دوام وايي چې په افغانستان کې د ژوندي پاتې کېدلو لپاره له هرو سلو کسانو څخه ۴۷ يې بشري مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، دا جوته کوي چې د افغانستان د نږدې ۴۳ میلیونو وګړو له درېیمې برخې څخه ډېر کسان له بېوزلۍ او لوږې سره مخ دي.

یاد سازمان وايي، چې د هرې ورځې په تېرېدو افغانستان کې بشري وضعیت بدېږي

یاد سازمان زياتوي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په افغانستان کې د بشري وضعیت او په دغه هېواد کې د بشري مرستو د کمښت په اړه اندېښنې مخ په ډېرېدو دي.

نور ولولئ: په افغانستان کې د غربت بحران: اوچا وايي چې پنځه اتیا سلنه افغانان له یوه ډالر کم عاید لري

نور ولولئ:  اوچا وايي افغانستان کې ۲۱.۲ میلیونه خلک د څښلو اوبو ته لاس رسی نه لري

یوې مېرمنې وویل: “زه پخپله بې سرپرسته یم، درې ماشومان لرم، مشر زوی مې ناروغ دی او ستونزه لري، اوسمهال بهر کار نه‌شم کولى، په کور کې همدا ښيښه دوزي او خامک کوم، خو لګښتونه پوره کولى نه‌شم، د کور خرڅ نه لرم، زه د کور کرایه نه شم ورکولی، زه په کور کې هېڅ نه لرم او چې هر څه وکړم يوازې زه د پنځو وچو ډوډۍ لپاره پیسې پیدا کوم، بس.”

په مرکز او اطرافو کې خلک له لوږې کړېږي

د کونړ ولایت یوه مېرمن مدینه، چې دا هم د خپلې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري له ورته ستونزو سره مخ ده.

هغه وايي: “له ما د کور درې نیم زره کرایه اخلي، د درېیو میاشتو کرایه مو نه ده ورکړې، زه يې له کوره ايستلم، زما ټول کالي يې بېرون واچول. يو زوى مې کڅوړې او موشنګ خرڅوي ۳۰ یا ۵۰ افغانۍ ګټي، ترکاري پرې اخلو او د کور کرايې ته يې ټولوو.”

دوی ټینګار کوي چې مرستې ته اړتیا لري او د ملي او نړیوالو مرستندویه بنسټونو بشري مرستو ته سترګې په لار دي.

د خوړو نړیوال پروګرام تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې له مې میاشتې وروسته به له افغانستان سره د خوراکي توکو د مرستو لړۍ ودروي.

د دې موسسې د ویاند مرستيال ضیاالدین صافي ازادي راډيو ته وویل چې د بودیجې د سخت کمښت له امله به د خوړو نړیوال پروګرام به وتوانېږي چې په مې میاشت کې له ۲.۵ میلیونو کسانو او د جون په میاشت کې نیم میلیون کسانو ته مرستې ورسوي.

د اوچا د شمېرو له مخې سږ کال په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button