ځایی
رجحان

منظور پشتین: ایران کې له افغان کډوالو سره نامناسب چلند غندو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین په ایران کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند غندلی دی

په ایران کې په دې وروستیو کې د ایراني ځواکونو له لوري له افغان کډوالو سره نامناسب او له تاوتریخوالي ډک چلند ډېر شوی او د افغانستان د پخوانیو سیاسیونو او انس حقاني غبرګونونه یې هم راپارولي دي. 

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د پنجشنبې په ورځ په فارسي ژبه په ایران کې د افغان کډوالو “نیول او ظلم” په کلکه غندلي او هغه یې “نا قانونه او د انساني اصولو خلاف” کار بللی دی.

افغانانو ته له زیان رسول ډډه کول

منظور پښتین په خپل لیکل شوي پیغام کې له ایرانه غوښتي، چې افغانانو ته له زیان رسولو ډډه وکړي.

پښتین دغه پیغام په ایران کې د یو کاڼه افغان ځوان پر وړاندې د پولیسو د افسر د تشدد په غبرګون کې پر خپلې اېکس پانه خپور کړی دی.

دا اونۍ د ابسرد داماوند په کلي کې یوه ایراني پولیس د یوه ۱۵ کلن افغان ځوان لاسونه او پښې کلکې ونیولې او یو بل پولیس افسر یې پر غاړه زنګون کېښود .

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د ایراني پولیسو دغه کړنه “نا قانونه، له بشري حقونو سرغړونه او د بشري اصولو خلاف عمل” وباله او له ایرانه یې وغوښتل، چې د افغان کډوالو د حقونو د خوندي کولو له لارې دې دغه وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

د ایراني پولیسو دغه کار په ایران کې دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

په یوه ویډیو کې له افغان کډوال سره له ظلم ډک چلند

د خواله رسنیو ډېری افغان او ایراني کاروونکو د افغان کډوال له دغه ځوان سره شوی چلند د جورج فلویډ په نوم د یوه تورپوستي په وړاندې د امریکايي پولیسو له تاوتریخوالي سره پرتله کړی چې د هغه د مرګ لامل شو.

همدارنګه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دفتر مشر له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو چلند د نړۍوالو منل شویو اصولو او د کډوالۍ له قوانینو سره په ټکر کې وباله.

په همدې حال کې د طالبانو د ډلې یوه جګپوړي غړي انس حقاني له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په بندولو د ټینګار په ترڅ کې د دغې پېښې د عاملینو د حساب ورکولو غوښتنه وکړه.

ایراني چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د دغې پېښې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د ایران حکومت د دوو پولیسو چلند او په ایران کې د افغانانو پر ضد د تاوتریخوالی کړنې له پامه غورځولې دي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button