نړیوال خبرونه

مياخېل: بودیجه د راشن غوندې نه تقسيميږي

شاه محمود مياخېل دجلال اباد والي په خپل يو پوسټ کې وايي، چې بوديجه راشن نه دى چې تقسيم شي.هغه دا پوسټ وروسته له هغې کړى دى، کله چې په ټولنيزو رسنيو کې د تورخم ښارګوټي د کرنټين په اړه خلکو نيوکې وکړې او وې ويل چې په يوه ورځ درې ميليونه افغانۍ مصرف شوي دي.

د تورخم ښاروال انجنير راحت ګل زيارمل هم د تورخم ښارګوټي د کرنټين کمپ په اړه په يوه تفصيلي پوسټ کې ویلي دي. چې ياد کمپ د دوه مياشتو لپاره جوړ شوى و، چې ډېر وسايل او خوراکي توکي ورته اخيستل شوي و او همدا راز د درې زره کسانو لپاره د هغوى د ورځني اړتيا وړ استعمال سامانونه هم اخيستل شوي و.

د هغه پوسټ اړین سپیناوی:
زه مسوول نه یم چې د هر څه سپیناوی دې وکړم خو ځینو ملګرو په کمینټونو کې مینشن کړی یم او ځواب غواړي.

 ((بوديجه راشن نه دى چې تقسيم شي

((مننه د جلالتماب جمهور ریس او د سیمه ایزو ادارې د مشرتابه نه چې همیشه یې د ننګرهار ستونځو ته توجه کړیده. ننګرهار ته د هیواد په کچه یې همیشه مناسب امکانات برابر کړیدي.))

د حکومتولۍ لویه برخه د مشرتابه اعتماد او د کشرانو صداقت پورې اړه لري. په حکومتولۍ کې حساب ورکونه اصل دی او هغه هم طریقه لري چې د کال په منځ کې مجموعي ارقام شریکولې شي او د کال په اخره کې تفصیلي معلومات ولس او رسنیو ته ورکوي. د کال په منځ کې مستوفیت حساب د بودیجه مطابق مصارف چیک کوي یا په بله معنی د پالیسي مطابق باید مصرف شي. داخل د کال کې داخلي کنترول د مربوطه ادارې هم وي. د مالي کال په اخر کې داخلي تفتیش او هم د تفتیش د عالي ادارې له خوا ټول اسناد څیړل کیږي.

حساب ورکونه دې ته نه وایې چې فیسبوک کې څوک ولیکي چې پیسې څنګه شولې او حساب راکړه.

بودیجه د یو طرز العمل له لارې مصرف کیږي خو متاسفانه چې زیاتو افغانانو چې پاکستان کې وخت تیر کړې، فکر کوي چې بودیجه باید د راش په شکل تقسیم شي. بودیجه په راشن پاسونو او راشن پاسي ملکانو باندې نه تقسیم کیږي.

((مونږ به په صداقت حکومتي بودیجه د اړتیا په ضرورت مصرفوو نه دا چې بودیجه په غیر ضروري شیانو مصرف شي. هره بودیجه د مصرف محدودیت لري او د هرچا په خوښه نه مصرف کیږي.))

((بوديجه راسشن نه دۍ چې تقسیم شي. مننه د جلالتماب جمهور ریس او سيمه ایزو ادارې د مشر تا به نه چې همېشه یې د ننګرهار ستونځو ته پام کړۍ.))

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button