ټکنالوجي

مېټا هم د (چټ جي پي ټي) سیال معرفي کوي

د مصنوعي ځیرکتیا د بنسټیزو څېړنو مرکز (FAIR) په مېټا Meta شرکت کې د مصنوعي ځېرکتیا یو ژبنی ماډل چې لنډ نوم یې (LLaMA) دی، وړاندې کړی دی

د انټرسټینګ انجنیرینګ په نقل، د مېټا اجرایي مشر زاکر برګ په وینا، دا ماډل د څېړونکو لپاره د لاسرسي وړ دی او وړاندوینه کېږي چې له څېړونکو او انجینرانو سره به د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې مرسته وکړي.

نوموړي په یوه فیسبوکي پوسټ کې لیکلي: موږ د مصنوعي ځیرکتیا یو ماډل چې نوم یې LLaMA دی، د څېړونکو سره د مرستې او فعالیتونو په موخه وړاندې کوو. لوی ژبني ماډلونه چې د متن د تولید، د خبرو اترو رامنځته کول، د لیکنو لنډیز او پیچلي فعالیتونه لکه د ریاضیاتو قضیې او د پروټیني جوړښتونو وړاندوینې په برخه کې به وکارول شي.

د مېټا له قوله چې LLaMA کچه له ۷ ملیارده پارامترو څخه نیولي تر ۶۵ ملیارده پارامترو پوره ده.

په دې برخه کې د لویو ماډلونو پرمختیا به کامیابه وي خو لګښت یې ډېر زیات دی.

په دې وروستیو کې د Open AI شرکت د ChatGPT ژبني ماډل د تکنالوژۍ په برخه کې یو انقلاب رامنځته کړ چې اوسمهال د ټکنالوژۍ په برخه کې لوی شرکتونه هڅه کوي په دې برخه کې سرمایه ګذاري وکړي چې په لړ کې یې د ګوګل کمپنۍ له خوا د DeepMind په شمول څو نور او همدارنګه د مېټا لخوا د LLaMA ماډلونه وړاندې شوي دي.

د مېټا نوی ژبنی ماډل LLaMA به له چټ جي پي ټي څخه ښه کار کوي

د مېټا ژبنی ماډل کولی شي چې په GPU ترسره شي او د پروسس ډېرو لږو سرچینو ته به اړتیا ولري. LlaMA اصلاً چټ باټ نه دی، دا یو څېړنیز ابزار دی او د مېټا په وینا چې دا به د مصنوعي ځیرکتیا د ماډلونو اړوند ستونزې حل کړي.

LLaMA اوسمهال د مېټا په هېڅ کوم پروګرام کې هم نه کارول کېږي. مېټا پخوا هم خپل LLM ماډل په کار اچولی و خو دا ځل LLaMA ډېر پرمختللی دی. مېټا د LLaMA ماډل Code source د نورو خلکو لپاره پرانیستی پریښی دی چې نور هم د دې سیستم میکانېزم وویني چې په اړوندو پروژو کې له مېټا سره مرسته وکړي.

که څه هم د مېټا ژبنی ماډل به له چټ جي پي ټي GPT-3 څخه لس برابره کوچنی وي خو مېټا ادعا کوي چې له چټ جي پي ټي څخه به ښه کار کوي.

د ګوګل د مصنوعي ځیرکتیا نوی ماډل متن په موسیقۍ اړوي

د دې سیالیو په لړ کې بیا د ګوګل کمپنۍ څېړونکو یو نوی ماډل رامنځته کړی دی چې د له متن څخه به موسیقي جوړوي. د دې ماډل نوم MusicLM دی. دا کولی شي چې لږ تر لږه ۵ دقیقې موسیقي جوړه کړي.

دا ماډل له انسان څخه د موسیقۍ ژانر، د موسیقۍ آله او نور مشخصات اخلي او په خپله موسیقي جوړوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button