نړیوال خبرونه

ناټو افغانستان کې روانې سیاسي ګډوډۍ به په نظام بد اغېزولري

د ناټو سازمان سرمنشي ینز ستولټنبرګ نن پنجشنبه په بروکسل کې ویلي، دا سازمان په افغانستان کې پر روانې سیاسي ګډوډۍ اندېښمن دی.‌ نوموړي پر افغان سیاسي دلو غږ کړی دی چې روان وضعیت ته یو ټولشموله حل ومومي.

ښاغلي سټولټنرګ همدا راز ویلي، افغان سیاستوال باید د دې توان ولري چې له طالبانو سره هوکړه عملي کړي. د ناټو سرمنشي یو ځل بیا تینګار کړی چې په افغانستان کې یې د پوځیانو کمېدل مشروط دي، او له طالبانو یې غوښتي چې خپلې هوکړې ته ژمن پاتې شي.‌

نوموړي ویلي،‌ د امریکا او طالبانو د هوکړې یوه تر ټولو مهمه برخه د بین الافغاني خبرو پیلېدل دي. ښاغلي سټولټنبرګ ویلي، دوی په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره یو داسې سیاسي بهیر غواړي چې مشري او واک یې لا افغانانو سره وي. که څه هم د ناټو د سرمنشي د چا نوم نه دی یاد کړی، خو په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلان راهیسې د ولسمشر محمد اشرف غني او د ده ټاکنیز سیال عبدالله عبدالله ترمنځ یو ځل بیا سیاسي کړکېچ رامنځته شوی دی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ښاغلی غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړی او ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې، امریکا او ګڼو نورو هېوادونو د هغه بریا او ولسمشري منلې.

خو ښاغلي عبدالله د ټاکنو د وروستیو پایلو له منلو انکار کړی او له ولسمشر غني سره یې پر یوه ورځ لوړه وکړه او ځان د افغانستان د ټولشموله حکومت ولسمشر بولي.

بله خوا ولسمشر محمد اشرف غني نن پنجشنبه د نوي کال په اړه په خپل ویډیویي پیغام کې ویلي، د سولې او کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره اړینه ده چې ټول سیاستوال سره یو موټی شي.‌

یاده دې وي چې تر دې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم پر ښاغلي غني او عبدالله غږ کړی و چې خپلمنځي اختلاف ختم کړي.‌

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button