نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

نبوي جومات پرانيستل شو او په لومړۍ ورځ څه کم ١٠٠ زره کسانو پکې لمونځ وکړ

د سعودي عربستان نبوي جومات پرانستل شو اوس عام وګړي کولۍ شي چې په دغه جومات کې لمونځ وکړي د بازې راپورونو له مخې کله چې اوله ورځ دغه جومات پرانستل شو نو څ کم ۱ لکو کسانو پکې لمونځ وکړ

.دغه جوما ت چې د عربستان په مدینې ښار کې موقعت لري په نړۍ کې مشهور دۍ او د ټولې نړۍ نه ورته خلک رازي او لمونځونه او نور عبادتونه پکې کوي.دغه جومات ته د هر وخت د لمونځ نه علاوه دیدار ته هم خلک رازي.

د سعودي ګزټ د راپورله مخې.حرمين شريفين په يوه اعلاميه کې ويلي دي، چې د نبوي جومات د پرانيستو په لومړۍ ورځ په دغه جومات کې ٩٣ زره او ٧٧٤ کسانو لمونځ وکړ. په یاد راپور کې ېې نور ویلي، چې د نبوي جومات ١١ دروازې د مۍ په ٣١مه نېټه د سهار له لمانځه يو ساعت مخکې پرانيستل شوې او د سختو احتياطي تدابيرو سره خلکو ته اجازه ورکړل شوه چې جومات ته د لمانځه لپاره ورشي.

د جومات د پرانيستو په لومړۍ ورځ د ماښام په لمانځه کې تر ټولو زياتو کسانو ګډون کړى و، د ماښام په لمانځه کې له ٤٠ زرو څخه زياتو کسانو ګډون کړى و، چې احتياطي لارښوونې يې هم په پام کې نيولې وې.

د يادولو وړ ده چې په سعودي عربستان کې د کورونا ويروس د مخنيوي په ټول جوماتونه د مارچ په ٢٠مه نېټه تړل شوې وي، چې د مۍ په ٣١مه نېټه په سعودي عربستان کې ټول جوماتونه بېرته پرانيستل شو. د سعودي عربستان ترڅنګ د نړۍ نورو اسلامي هیوادونوکې هم يو څه وخت مښکې د کرونا ویروس له امله جوماتونه تړلي وو او چا ته اجازه نه وه چې دوي په جوماتونو کې لمونځونه وکړي.

خو اوسهال دغه محدودیتونه کم شوي دي عام خلک کولۍ شي چې عبادت خانو او جوماتونو ته لاړشي او خپل لمونڅونه ادا کړي. د بازې دیني علماو ویلي دي چې باید ټول اسلامي نړۍ جوماتنه پرانيزي تر څو عام مسلمانان د کرونا ویروس د ختمېدو لپاره خصوصي دعا وکړي چې دغه ناروغي له منځه لاړ شي

د نورو نړۍ په څیر افغانستان کې هم  د کرنطین محدودیتونه کم شوي دۍ او عام خلک کولۍ شي چې په جوماتونو کې لمونځ وکړي

ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس باندې اخته کسانو شمیر ۶ میلیونه ته رسیدلې ده او له دې امله ۳ لکو نه زیات کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي د راپورونو له مخې ۳ لکو نه زیات کسان د دې ناروغۍ نه رغېدلې هم دي..

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button