نبي: د مین اف دي میچ جايزې پېسې د خپل مملکت غریبو خلکو ته ورکوم

نبي: د مین اف دي میچ جايزې پېسې د خپل مملکت غریبو خلکو ته ورکوم.د افغانستان کرکټ ملي ټيم مشهور لوبغاړى او د نړيوالو شل اوريزو لوبو درجه بندۍ کې غوره الراونډر محمد نبي وايي، په ه مېچ کې چې د لوبې د غوره لوبغاړي د جايزې پېسې واخلم هغه به د خپل هېواد بې غریبو خلکو ته ورکوم.
ښاغلي نبي چې پرون د پاکستان سوپر ليګ يا (PSL) کې ډېر ښه وځلېده او چټکه پنځوسيزه يې ووهله، وې کولاى شول چې د کراچۍ کنګز لوبډله بريا ته ورسوي او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم واخيسته.هغه له تېرو څو کلونو راهيسې د محمد نبي خېريه بنسټ په نوم يو خېريه بنسټ هم چلوي، چې د کابل په ګډون په ډېرو ولايتونو کې د بې وزله هېوادوالو سره مرستې کوي.
نوموړی وايي، چې په هر میچ کې زه د لوبې غوره لوبغاړى یا مین اف دی میچ وبلل شم، نو انعامي پېسې به يې د خپل هېواد بې وزلو او غریبو خلکو ته ځانګړې کړم او د نبي خېريه بنسټ له لارې به يې د خېر ښېګڼې په کارونو ولګوم تر څو د غریبو خلکو کار هم جوړ شي او خپل روزمره شیان پرې واخلي.او خپل ژوند وچلوي.
هېره دې نه وي چې د نبي خېريه بنسټ له ډېرو خلکو سره مرسته کړې ده، په خاص ډول د تېرې روژې پر مهال او بيا د کورونا پر مهال يې ډېرى بې وزله هېوادوالو ته خوراکي توکي رسولي و.نوموړي هر وخت هڅه داسې کړې چې بې وزلو ته ېې خیر ورسیږي.

باید داهم یاده کړو چې ښاغلی نبي دا مهال په پاکستان کې دی د دغه مملکت صدراعظم عمران خان سره هم لیدلي دي. نوموړي له عمران خان غوښتنه کړې چې د پاکستان او افغامنستان تر منځ سیریز جوړ کړي. ویل کیږي چې د نوموړی غوښتنه هم منل شوی ده او عمران خان ورته ویلي چې ډېر ژر به سیرسز برابر کړي.