لوبې خبرونه

نسیم دانش:د کرکټ بورډ نوی اجرایه مشر باید دا کارونه وکړي

نسیم دانش:د کرکټ بورډ نوی اجرایه مشر باید دا کارونه وکړي دافغانستان کرکټ بورډ نوي اجراییوي رییس حامد شینواري پرون په رسمي ډول خپله دنده پیل کړه.هغه د پخواني اجراییوي رییس له خوا ادارې ته وروپېژندل شو.

اوسمهال د کرکټ بورډ ادارې اوس په داسې وضعیت کې ده، چې ښايي نوموړی پکې له سختو چېلنجونو سره مخ شي، ځکه چې عمومي رییس فرهان یوسفزی له هېواده بهر وي او هغه اداره درې کسانو ته سپارلې، چې له کرکټ سره نابلده دي او هر څه يې په لاس کې اخیستي چې ټوله اداره ترې شړېدلې ده.اوس د حامد شینواري د دندې په لومړۍ ورځ د کرکټ بورډ پخواني عمومي رییس نسیم الله دانش نوموړې ته د ۴ کارونو کولو په اړه ويلي دي.

ښاغلي نسیم دانش په خپل فېسبوک کې حامد شینواري ته د دندې مبارکي ورکړې او بیا یې ورته د څلورو مهم کارونو یادونه کړې ده.د ملي لوبډلې اتفاق جوړول او له ډلو ایستل؛ د یو بشپړ غړیتوب لرونکي هېواد په څېر د نالي ملاتړي پېدا کول؛ د کابل نوی مېدان سره د ټولو اسانتیاو پیل او جوړول؛ او د داخلي کرکټ جوړول سرخ د اې پي ایل او شپږیزې.

نسیم دانش دا هم لیکلي دي، که چېرته حامد شینواري دا څلور کارونه په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې وکړل، نو بیا ورته د زړه د اخلاصه د همکارۍ لاس ورکوم.هغه وای چې اوسمهال کرکټ بورډ نور هم چلنجنګ شوی دی.نو ښاغلی حامد شینواری باید ډېر دقت نه کار واخلي.

img 20210427 110333

نسیم دانش په دې پوسټ د کرکټ ډېری مینه والو په هغه سختې نیوکې هم کړې دي او ورته يې لیکلي دي چې هغه په خپله په خپل وخت کې د کرکټ بورډ ناکامه مشر پاتې شوی و.دوی ورته لیکلي چې باید اول خپل ځان اصلاح کړي او بیا نورو ته مشورې ورکړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button