اقتصاد او سوداګري

ننګرهارکې دهندوانوحاصلات زیات شوي دي

ننګرهارکې دهندوانوحاصلات زیات شوي دي ننګرهار ولایتي مسولین وايي ننګرهار کې د هندوانې د حاصلاتو له زیاتوالي په اړه خبر ورکړی دی،دويي وايي چې په مراتبو سره ورځ تربله حاصلات زیاتيږي،

دجلال اباد د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولین وايي چې روان ال په ننګرهار ولایت کې د تېرو کلونو په پرتله د هندوانې حاصلات زیات ډېرشوي دي. دوی وایي چې سږ کال دغه ولایت څه د پاسه ۱۰۰ ټنه هندوانه بازار ته راویستلي دي چې د پاکستانیو هندوانو تشه یې ډکه کړې ده.سږ کال د کرونا ویروس له امله راکړه ورکړه کمه شوې ده ځکه کرونا له امله دواړه لوورې په ایره کې دي چې د کرونا انتقال یو د یو مملکت نه بل مملکت ته ونشي،

بلخوا د ننګرهار ولایت بزګران هم د هندوانې سږنیو حاصلاتو ته خوشاله دي او له مقامي حکومت څخه غواړي چې په ننګرهار کې چې زراعت ته جوړه ځمکه او اقلیم لري، باید په ځانګړي ډول ورته متوجع شي تر څو په وینا یې په ننګرهار ولایت کې بېلا بېلې مېوې او سبزۍ ترلاسه او د بهرنیو احتیاجاتو نه وژغورل شي،

د دغه ولایت مسولین وايي په ننګرهار ولایت کې په ۲۷۰۰ هکتاره ځمکه باندي هندواڼي کرل شوي ديبزګر هم د سږني حاصل څخه خوشاله دي او وايي په تیرو کلونو کې به د پاکستان او ایران هندواڼو د دوی بازار خراب کړی و.د ننګرهار ولایت اوسیدونکي هم د وطني حاصلاتو څخه خوښ دي او د حکومت څخه غوښتنه کوي چې زراعت او مالدارۍ ته پوره پاملرنه وکړي.

روان کال په جلال اباد کې په ۲۷۰۰هکتاره ځمکه باندي هندواڼي کرل شوي او حاصلات يي هم څه د پاسه سل ټنو ته رسیدلي چې د تېر کال په پرتله ديد زراعت ریاست وايي د بزګرانو سره يي په تخنیکي برخه کې پوره همکاري کړي.بزګران وايي سږکال يي د هندواڼو حاصلات د تیرو کلونو په پرتله ښه دي او حاصلات يي د ننګرهار او لغمان سربیره مر کز کابل ،مزار او ګڼو نورو ولایتونو ته وړل کیږي .

دغه چارواکي وايي د پاکستان لاري او په ننګرهار کې د کالدارو په بندیدو سره يي سږکال حاصلات په ښه او لوړه بیه پولورل کیږي د ننګرهار هندواني د کابل جلال اباد په لویه لاره ښه بازار لريلسګونه کسانو دغلته د هندوانو د پلور ځایونه جوړ کړی او د خپل کار څخه خوښ دي خو دوی وایي حکومت ورته باید دایمي کار پیدا کړي

په ورته وخت هندوانه اخستونکي او پلورونکي له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د ننګرهار د ښي اب او هوا ته په کتو حکومت باید دغلته په دولتي په پراخه دولتي ځمکو باندي باغونه جوړ کړيد هندواڼو تر څنګ په ننګرهار کې سږکال د میوه جاتو او سبزي جاتو په حاصلاتو کې هم د پام وړ زیاتوالي راغلي و. دغه ولایت کې روان کال د خرما په حاصلاتو کې د زیاتوالي اټکل هم په نښه شوي،

دا هم باید یاد کړو چې دولت باید دغه بزګرانو ته داسې یو مېکانېزم جوړ کړي ترڅو دغه پزګران هر کال لپاره د ننګرهار خلکوته ښه حاصلات ورکړي ترڅو د ننګرهار خلک دپاکستان د احتیاج نه خلاص شي او افغانان دغه تشه په خپلو مټو او زور پوره کړی که همدغسې هر کال حاصلات زیات شي نو دا به د هېواد عام وګړو ته یو ښه زېری وي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button