نړیوال خبرونه

نن د افغانستان خپلواکۍ١٠١مه کاليزه لمانځل کېږي

افغانستان کې نن د خپلواکۍ ١٠١مه کاليزه په هېوادنۍ مينه او ولولو سره په پراخه کچه لمانځل کېږي.د هېواد په ګوډ ګوډ کې د ازادۍ ورځ په مناسبت دولت مختلف پروګرامونه نیولي دي او خلکو د هېواد بیرغ په دېوالونو او کورونو راځوړند کړي دي،

نن ورځ نه يوازې دا چې په دولتي کچه لوى پروګرامونه نيول شوي دي، بلکې  په ولسي کچه دا ورځ په ډېره مينه لمانځل کېږي او همدا رنګه په سوشل ميډيا کې هم د افغانستان درې رنګه بېرغ او د اعليحضرت غازي امان الله خان عکسونه ښکاره کېږي.له نن څخه ١٠١ کلونه مخکې يو ځوان پاچا په خپله وړتيا، زړورتيا او شجاعت سره يو ستر امپراتور انګليس ته په سترګو کې سترګې واچولې او خپلواکي يې ترې واخیسته،

د افغانستان په څېر هېواد چې د يوه ستر امپراتور څخه يې خپلواکي ترلاسه کړه، وړه او اسانه خبره نه وه او همدا لامل شوه چې له هغه نه بعد د انګليس پر وړاندې نورو قومونو او هېوادونو کې هم کوششونه روان شوې او نورو هېوادونو هم له انګليسانو څخه وروسته خپلواکي واخیسته، اوس افغانستان یو ازاد هېواد دۍ او عام وګړي هم ازادي احساسوي،

شاه غازي امان الله خان يو داسې ځوان مشر وو، چې نه يوازې د خپلواکۍ په معنا په بشپړ ډول پوه و، بلکې په دې هم پوه و چې که په توره خپلواکي اخيستل کېږي، خو په قلم خپلواکي ساتل کېږي.هغه د خپلواکۍ اخیستلو وروسته نه يوازې دا چې د هېواد په خپلو پښو درولو ته يې ملا وتړله، بلکې د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د سيال کولو لپاره يې ټول هغه کارونه په چټک ډول پيل کړل، چې افغانستان په لږ وخت کې ډېره وده وکړه،

افغانان چې د خپلواکۍ په ارزښت او معنا پوه دي، نن د خپلواکۍ دا ١٠١مه کاليزه په هېوادنۍ مينه او ولولو سره لمانځي. دا ورځ نه يوازې دا چې ځوانان لمانځي، بلکې مشران، ماشومان او د هېواد زړورې مېرمنې هم دا ورځ په خوشحالۍ سره لمانځي

نن د افغانستان خپلواکۍ ١٠١مه کاليزه  لمانځل کېږي
نن د افغانستان خپلواکۍ ١٠١مه کاليزه لمانځل کېږي

د افغانستان خلکو او دولت ته اوس پکار دي چې ازادۍ ته عملي بڼه ورکړي او هېواد په خپلو خپو ودروي د امنیت تامین لپاره کار وکړي او د سولې روانوو هڅې لګ نورې هم تېزې کړي ترڅو افغانان په خپلواکه وطن کې ژوند وکړي ځکه افغانان د ډېر وخت راهیسې په بدبختیو کې ګېر دي او ژوند ېې په سمه توګه مخې ته نه زي نو اوس باید سولې ته په هر څه لومړیتوب ورکړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button