نړیوال خبرونه

نن د بیرغ ملي ورځ ده

نن د بیرغ ملي ورځ ده د هېواد د بېرغ ملي ورځ نن د زمري يا اسد ٧مه، د جولاى ٢٨مه په ټول افغانستان کې په دولتي او قومي کچه ښه زور او جوش سره لمانځل کيږي،په دې اړه عام وګړي سوشل ميډیا کې هم ګرم پوسټونه کوي او دغه ورځ لمانځي،

نه يوازې پهسوشل ميډیا کې هېواد وال له خپل ملي بېرغ سره د وياړ څرګندولو په تړاو عکسونه شیر کوي ، بلکې په دې ورځ په ولايتونو او مرکز کې ځانګړې غونډې هم جوړې شوي، د دې ترڅنګ هېواد نه بهر هم افغانان دغه ورځ ښه په زور او جوش سره لمانڅي او ځانګړي غونډو کې د ملي بېرغ ورڅ په اړه ترانې او سندرې هم ویل کيږي، د هېواد درې رنګه بېرغ يو وياړلى بېرغ دى، چې غازي امان الله خان په وخت کې جوړ شو،

په هغه وخت کې چې کله دا درې رنګه بېرغ جوړېده، نو تور رنګ ورته د افغانستان د ښکېلاک د وختونو د سمبول په توګه خوښ شو ، سور رنګ ورته د هېواد د ازادۍ د مجاهدو شهيدانو د نښې په توګه خوښ شو او زرغون رنګ ورته د هېواد د ازادۍ د ترلاسه کولو او همدا رنګه د ازادۍ د ترلاسه کولونه بعد د پرمختګ او د زرغونېدو د نښې په توګه ورته خوښ شو، که داسې ووايي، چې د ښکېلاک په تورتم کې د هېواد د ازادۍ لپاره مجاهدينو په خپل شهادت هېواد ته ازادي وګټله او اوس د هېواد د زرغونېدو او پرمختګ وخت دى، نو همدا د درې رنګ بېرغ پېغام او معنا ده.

دامان الله خان وروسته په ملي بېرغ کې يو شمېر بدلونونه رامنځته شو ، خو د خلقيانو د واکمنۍ پر مهال، د مجاهدينو د واکمنۍ پر مهال او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال بيا بېرغ په بشپړ ډول بدل شوى و.او بیزته تور سو ر او زرغون رنګ رته غوره شو ، په نورو وختونو کې که په بېرغ کې بدلون راغلى هم دى، خو دومره ډېر نه، بلکې همدا درې رنګونه د بېرغ و.اوسمهال باید د ملي بیرغ ښه وساتل شي او نور بدلون ته پرېنښودل شي تر څو د افغانستان کې نظام ته خلک ژمن ياتې شي اوبیرغ او نورې پالیسیانې هم بدلې نشي،

اوس وخت د دې رارسېدلۍ چې باید افغانستان کې امنیت قایم شي ترڅو زمونږ د هېواد بیرغ په فحر سره ټول عمر اوچت پاتې وي ، باید دا هم یاده کړو چې افغانستان کې اوسمهال د سولې خبرې روانې دي باید دا فرصت ضایع نه کړو او طالبان او دولت داړه داسې یو مېکانېرم له لارې سولې خبرو ته ورسېږو چې افغانستان پکې تل پاتې سولې ته ورسيږي، د بازې سیاسي شنونکو په وینا اوس ډېر برځاي فرصت دۍ باید ټولې خواوې دې فرصت نه ګټه واخلو او یو با ثباته افغانستان شاهدلنواووسو ،

نن د بیرغ ملي ورځ ده
نن د بیرغ ملي ورځ ده

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د نوې ادارې د رامنځته کېدو سره سم په ٢٠٠٤ کال کې د هېواد رسمي بېرغ ومنل شو، چې په منځ کې يې ملي نښان او همدا راز کليمه پرې ليکل شوې ده.د افغا ناو له خوا دې ټولو هېوادوالو ته د بېرغ د ملي ورځې په وياړ مبارکي وي او مونږ دعا کوو چې الله تعالي مو بیرغ همداسې سر لوړۍ لري،

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button