ژوندنړیوال خبرونه

نوروز په افغانستان کې د يوې فرهنګي ورځې په توګه هر کال لمانځل کيږي

نوروز د پخوانۍ اریانا له زړو اخترونو څخه دی چې په زردشتي دین کې یې هم ځانګړی ځای درلود

نوروز د نوي کال د رابرېدلو ورځ ده او افغانستان بيا داسې هېواد دی چې زياتې سيمې يې د نوروز له راتللو سره له واورو څخه لوڅيږي، په دښتو او رغونو کې يې شنيلي او ګلونه راټوکيږي، شڼېدلي بارانونه راورېږي او له دې سره هېواد سمسوريږي او نوی ژوند پيلېږي.

دا بهير له زرګونو کلونو راهيسې را روان دی، هر کال پسرلی راځي، ګلونه او شنيلي له ځان سره لري او د خلکو خوښۍ او مېلې وي. په دې ترتيب نوروز د کال نوې ورځ ده او ورسره د کار نوې ورځ او له همدې امله يې زموږ په تاريخ کې هم کلتوري ارزښت درلودلی، هم اقتصادي او هم يې ټولنيزې ګټې درلودلې او هم عقيدوي ارزښتونه.

د استاد حبيب الله رفيع په وينا: ” آريانا ښکلې وه، د ښکلې هوا او فضا درلودونکې وه، حاصلخيزې او زرخېزې ځمکې يې درلودې، د ځوانانو پياوړې مټې يې درلودې او د مشرانو تجربې او مشورې.

د آريانا پوهانو او ستور پېژندونکو حسابونه وکړل، په آسمان کې يې د لمر برجونه وټاکل او د دې محاسبو په نتيجه کې ورته مالومه شوه چې د هوا د اعتدال او بدلون ورځ د شپې او ورځې د سره سمون ورځ هم ده نو دې ورځې ته يې د نوروز يا نوې ورځې نوم کېښود او لمريز کال يې له همدې ورځې پيل کړ.

له همدې ځايه د نوروز ورځ د ملي اختر ورځ ومنل شوه او د اختر مانا ارواښاد کوثر غوریاخیل چې پياوړی فيلالوجيست و په «يختېر» کړې او له نوروز سره د يخنۍ موسمي دوره تېرېدله.”

خلک په دې ورځ ځانګړي خواړه پخوي او کال په کال د تاريخ په پوړيو قدمونه ږدي، موږ ته نوی طبيعي ژوند راوړي، نوی کال او ورسره نوی کار راته پيلوي او پر موږ خوښۍ وېشي.

په پخواني حکومت کې هر کال دغه ورځ په ځانګړو او متفاوته بڼه لمانځل کېده، چې تر ټولو مشهوره میله یې په مزارشریف ښار کې د جنډې پورته کول و.

دا ورځ نه یوازې افغانان لمانځي بلکې د تاجکانو، کردانو او یو شمیر نورو قومونو ملي ورځ هم ده.

د طالبانو له راتګ سره سم په دغه ورځ د رخصتۍ نه کولو پرېکړه وشوه او په رسمي بڼه ونه لمانځل شوه

له کله راهیسې چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسیدلي د دوی توندروه نظریه په دې اند ده چې د نوروز جشن نمانځنه د اسلام له نظره ناروا کار دی او اجازه نه ورکوي چې خلک په دې ورځ میلې وکړي.

په تاریخي روایتونو کې داسې هم راځي چې سلجوقي پاچاهانو د وخت ستورپوهان راټول کړل چې د حمل لومړۍ نیټه یې د لمریز هجري کال د لومړۍ ورځې په توګه وټاکله چې همدا د نوروز ورځ ده.

د افغانستان ټول ملت په تمه دی چې د نوي کال په راتګ سره به سرپرست حکومت په افغان نجونو د تعليمي او تحصيلي بنسټونو دروازې بېرته پرانيزي او له خدای ورکړي طبيعي حق نه به برخمنې شي. ښايي دا په اوسنيو حالاتو کې د نوروز غوره نمانځنه وي.

وبه ګورو چې د افغان ملت دغه طبيعي حق چې اوس په يوه غوښتنه بدله شوې پوره کيږي که نه؟

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button