نړیوال خبرونه

نړیوال د روغتیا سازمان د متحده عربي اماراتوڅخه مننه وکړه

نړیوال د روغتیا سازمان د متحده عربي اماراتوڅخه مننه وکړه. او افغانستان سره ېې د دویي کومکونه وستایل او وی ویل چې عربي امارات لومړی هېواد دی چې افغانستان سره په هر ډګر کې کومک کوي.

عامی روغتیا سازمان مشر عمومی ټډروس ادهنوم ګبریوسیس کابل کې روغتونونه ته سفر کړی وو د طالبانو ته واک سپارېدلو نه وروسته د هغه دا اول لوړ سفر دی.نوموړي په خپل ټوېټر پاڼه کې لیکلي چې د افغانستان ډاکټرانې دری میاشتې وروسته هم مفته وظیفهپر مخ وړي.

عربی متحده امارات لومړی هیواد وو چې افغانستان سره کومک کړی کله چې طالبان په واک کی راغله .کابل هوایی میدان ته ټنونه مواد راولیږل دی نه مخکی هم په کرونا کی دوی ډیر کومکونه کړی اود افغانستان د خلکو مشکلات ېې رفع کړي دي.

20210923 122252

ددې نه وړاندې هم افغانستان سره کومک کړي لکه د پاکستان په چمن سیمه کې د مهاجرو د یوه کمپ په جوړول ېې یو مثال دی.چې له 10،000 څخه ډیر کډوال پکې میشت وو او دې ته یې ټول اړین توکي او عصري روغتون چمتو کړل. د 200 کورنیو لپاره د شیخ زاید هستوګنې پروژه چې اړین اسانتیاوې لري لکه جومات ، دوه ښوونځي او یو طبي مرکز وو.

متحده عربي اماراتو له دې وروسته په لسګونو ښوونځي ، لږترلږه 6 طبي مرکزونه ، یو پوهنتون جوړ کړی چې هر کال 6،500 زده کونکو ته خدمت کوي ، لږترلږه 40 جوماتونه ، په سلګونو څاګانې د ډیری نورو حیاتي پروژو په مینځ کې چې هدف یې د افغانانو ژوند ښه کول دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button