نړیوال خبرونه

نړۍوال بانک: افغانستان له اقتصادي ننګونو سره مخ دی

نړیوال بانک اندیښنه څرګنده کړه

نړۍوال بانک په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د اقتصادي ناورین په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان ناخالص کورني تودلیدات په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې ۳۰ تر ۳۴ منفي وده به تجربه کړي.

ددې راپور په یوه برخه کې راغلي چې د عامه لګښتونو سخت کمښت، د کورنیو د عوایدو کچې کمېدل او د مصرف په اندازه کې کموالی د دې لامل شوی چې په هېواد کې د تقاضا کچه کمه شي. د افغانستان لپاره د نړۍوال بانک رییسه وايي چې دغه هېواد لاهم له سترو ټولنیزو او اقتصادي ننګونو سره مخ دی.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک د دفتر رییسه

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک د دفتر رییسه میلنډا ګوډ وايي:«افغانستان له لویو ټولنیزو او اقتصادي ننګونو سره مخ دی چې د خلکو ژوند یې سخت تر اغېز لاندې راوستی دی. هغه راپور چې د چهارشنبې په ورځ د نړیوال بانک له خوا خپور شو، ښيي چې اوس د افغانستان اقتصاد د تېر کال په پرتله څو برابره کوچنی شوی دی. 

نور یی ولوله | د افغانستان تر ټولو زیات شتمن (مالداره) کس څوک دی ؟

نور یی ولوله | ملابرادر:تېر یو کال کې اسلامي امارت هېوادوالو ته هیڅ یو قانع کوونکی کار نه دی کړی

د نړۍوال بانک اقتصادي راپور اټکل کوي چې د افغانستان د کورني ناخالص تولید کچه به په ۲۰۲۲ کال کې لازیاته منفي وده ولري او دا هېواد به په ۲۰۲۲ کال کې له دېرش تر ۳۵ سلنې منفي وده تجربه کړي. د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري څرګندوي:«د افغانستان د شتمنیو د کنګلېدو په دلیل، پر افغانستان د بندیزونو په دلیل، افغانستان له ننګونو سره مخ شو، د کورنیو ناخالصو تولیداتو د کمښت لامل هم دا ټکی کېدای شي دم ګړۍ د بشرپاله مرستو ترڅنګ انکشافي بحث یا انکشافي پروژې د پام وړ دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی هم په دې هکله داسې وايي:«موږ هیله من یوو چې سږکال زموږ صادارت ښه وي د دې لپاره چې زمینه مساعده ده که څه هم تر یوې کچې زموږ تازه مېوه خرابه شوې زموږ بڼوالو ډېر زیان لیدلی؛ خو د کانونو له برخې ډېره لېږدونه شوې ده

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button