نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

نیا ته د محکمې حکم: له سوشل ميډيا د خپلو لمسیانوانځورونه ختم کړه

دهالنډ یوې محکمې یوې ښځې ته حکم کړی چې له فیسبوک او پېنټرسټ د خپلو لمسیانو انځورونه ختم کړي. د محکمې د امر له مخې دې نیا د ماشومانو د پلرونو له اجازې پرته دا انځورونه خپاره کړي دي کوم چې جرم دۍ په دغه هیواد کې یو کس نشي کولۍ بغیر لا اجازې خپل انځورونه خپاره کړي. .

د ماشومانو مور له خپلې مور څو ځل د انځورونو لرې کولو غوښتنه وکړه، خو نیا په خواله رسنیو کې د خپلو لمسیانو د خپرو کړیو انځورونو له ړنګولو انکار وکړ دغې نیا ډیره مینه ارله ورسره او هر وخت به یی د خپلو لمسیانو انځورونه نشرول. .

اوس باید دا ښځه انځورونه لرې کړي یا هم د هر انځور لپاره هره ورځ پنځوس یورو ور کړي که یې دا امر ونه مانه تر زر یورو پورې جرمانه کېدلی شي. د محکمې په حکم کې دا هم راغلي، که دا نیا راتلونکي کې د دې ماشومانو نور انځورونه خپاره کړی، په ورځ له پنځوس یورو نورې جرمانې سره مخ کېږي.

د ټیکنالوژي یو قانونپوه نېل براون ويي، دا حکم ښايي هغه خلک حیران کړي چې خواله رسنیو کې له انځورونو خپرولو مخکې ډېر غور نه کوي.

د نوموړي په اند، که له قانوني اړخ یې هم تېر شو، هغو کسانو ته به د داسې انځورونو خپرول څنګه مناسب ښکاري چې فکر کوي څېښتن یې له ځان پرته پر نورو لیدل نه غواړي.

 فیسبړک یوه ازاده اجتماعي شبکه ده په افغانستان او نورو اسیايي هیوادونو کې  عام وګړي یی ډېر استعمالوي د نیم نه زیات تفوس د دغې شبکې نه استفاده کوي. دوي پکې خپل نظریات او انځورونه نشروي مونږ ټولو هیوادوالو ته پکاردي چې باید دغه شبکه ډیر په احتیات سره استعمال کړو ترڅو د خلکو په ذهنونو بد اغیز ونکړي.

په افغانستان کې د فیسبوک نه علاوه انسټاګرام .ټویټر . او داسې نورې شبکې خلک ډیر استعمالوي او خپل نظریات او او عکسونه پکې نشروي. تر دې مهال لا په افغانستان کې کوم داسې قانون د فیسبوک لپاره مشخص شوۍ ندۍ.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button