نړیوال خبرونه

نیوزیلند په افغانستان کې د دوه میلیون ډالرو په ارزښت پروژه تمویلوي

د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو پروګرام وايي‌ چې نیوزیلند په افغانستان کې د دوو میلیون ډالرو په ارزښت یوه پروژه تمویلوي. ملګرو ملتونو ویلي چې د دغه نوي پروژې له مخې به په کندز، ننګرهار، پروان او میدان وردګ ولایتونو کې ۹۴۵۰۰زیانمنو شوو کلیو کې کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سره، روزنیز پروګرامونه او هم نقدي مرستې ورکړل شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د برخې مسؤل ریچارد ترنچاردپه یوې اعلامیې کې ویلي چې په دې حساس وخت کې د اضطراري او پر ځان بساینې له پروګرام سره د نیوزیلند له لومړنۍ مرستې هر کلی کوي. هغه ویلي: “کروندګر د پسرلي په لومړیو کې کیفیت لرونکو اصلاح شوو تخمونو ته اړتیا لري، او سږ کال په دې مرستې سره خپل حاصلات ډاډمن کړي، د نیوزیلند مرسته به د دې کار په تر سره کولو کې مرسته وکړي.”

پرون یکشنبه اپرېل درېیمه (وري ۱۴) په دې اړه خپره شوې اعلامیه کې د نیوزیلند حکومت د یو ویاند له قوله ویل شوي: “له افغانستان سره زموږ د وروستیو بشري مرستو په تعقیب، نیوزیلند خوښ دی چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان د پلانونو ملاتړ کوي چې د افغانسان په کلیو کې د خوړو، تغذیې او پر ځان بساینې په برخه کې مرسته وکړي.”

ټاکل شوې چې له دغه پیسو څخه د افغانستان په شمال ختیځ کې د ۹۴زره کروندګرو کورنیو لپاره د پسرلي او اوړي د کښتونو لپاره هم د مرستې کڅوړې چمتو شي، د ملګرو ملتونو د خوړو سازمان وایي چې په هرکڅوړه کې، تخمونه، کیمیاوي سره او رونیز پروګرام شامل دی چې په وینا یې ۱۵۷ ډالر ارزښت لري چې کولای شي د یو کال لپاره د کورني د اړتیا وړ مواد تولید کړي.

نور یی ولوله | مایکل وان د بابر اعظم ستاینه وکړه

په کلیو کې ۴۲زره کسانو د شلو ورځو لپاره د کار زمینه برابره کړي ترڅو په خپلو سیمو کې د اوبو حیاتي زیربناوي جوړي کړي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې یاد سازمان ویلي چې ۳۵۰۰ کسانو سره هم له قید او شرط پرته نغدي مرسته هم کیږي تر څو ژر تر ژره خپل لومړنۍ خوراکي اړتیاوې پوره کړي.

دغه سازمان ویلي: “دا ځانګړې مرسته له ډېرو زیانمنو شوو سره مرسته کوي چې د کاري فعالیتونو لپاره نغدي پيسې نلري،لکه هغه کورنۍ چې سرپرستي یې معلول کسان، امیندواره مېرمنې، کونډې او یا زاړه کسان کوي.” دغه مرستې پر داسې مهال کیږي چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس شاوخوا ۹۵سلنه خلک په افغانستان کې کافي خواړه نلري او نهه میلیون نور خلک د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button