نړیوال خبرونه

نېکمرغه لوی اختر مو مبارک شه!

نېکمرغه لوی اختر مو مبارک شه!د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت ټولو وطنوالو ته مبارکي وایم، الله ج مو، قربانۍ او عبادتونه قبول کړه.الله تعالی دې وکړي چې لوی اختر ړ ټولو د خوشالی او ورورلی سبب وګرزي.

په هېواد کې دغه اختر د سرتېري اختر نومول شوی او ټول خلک تر خپله وسه مرسته کوي نو موږ هم په خپل وار د سرتېرو له کورنیو سره مرسته کوم. د افغان ولس رېښتني قهرمانان تاسو یاست او موږ ټول په تاسو ویاړو. تل دې وي افغانستان او زموږ پیاوړي سرتېري.

اخترونه د ورورﺉ، یوالي، محبت او یو بل منلو سمبولونه دي نو خپل رب ج دې خوشحالۍ په خاطر په دغه ورځ باید ټولې تربګنۍ او کینې له منځه یوړل شي.او د یووالی مینېاو محبت سره یو بل ته ورکړل شي تر څو د الله تعالی رضا تر لاسه کړو او د یو مسلمان زړونه وګټو.او خپل ژوند په خوشالی سره مخې ته بوزو.

fb img 1626751801050

همدا راز هیواد مو وطنوال له سخت تاریخي ازمایښت سره مخ دی او بلخوا بیا جګړه او د کرونا مرګونې وبا زموږ د افغان ولس ژوند تر سیوري لاندې راویستی، هره ورځ مو وطنوال قربانۍ ورکوي نو اوسنيو مهمو شرایطوته په کتو د سولې روانې خبرې باید دولس د ټپي وجود لپاره د یوې پټۍ په څېر اغېزناک او د ناورین ختموو پلامیه وګرځي،

ځکه افغانان تل په څېر د خپلو عزیزانو دقربانۍ او د یتیم ماشومانو د ژړا تاب نلري.یو ځل بیاټېنګار کوم چې د اوسني تاوتریخ والي حالت د پای ته رسېدو په موخه باید هر افغان خپل دعدالت او ثبات ټېنګښت غږ پورته کړي او له شته فرصته مناسبه ګټه پورته شي.

یو ځل بیا دې، دټولو اخترمبارک وي!

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button