نړیوال خبرونه

هرات کې دکرونانورې شکمنې پيښې هم ثبت شوې

د افغانستان د هرات روغتيايي چارواكي په دې ولايت كې د كرونا ويروس ۴ نورې شکمنې پيښې یې هم ثبت کړې دي

 هرات کې له ياد ويروس سره د مبارزې لپاره د عامه پوهاوي وركولو كمېټې مسوول نذير احمد رسنیو ته ویلي، تیره ورځ دوی سره د یاد ویروس په اړه څلور شكمنې پېښې ثبت شوې دي دا په داسې حال کې ده ، چې وړمه ورځ هم په هرات کې ۳ شکمنې پیښې ثبت شوې وې، چېوروسته یې ۲ منفي او یوه یې مثبته ومنل شوه. په هرات کې د یوې مثبتې پيښې ثبتیدو وروسته د عامې روغتيا وزارت په یاد ولایت كې بېړنى حالت اعلان كړى دی

د روغتیا وزارت له ټولو هوايي او ځمكنيو ټرانسپورټي شركتونو غوښتي، چې دغه ولايت ته تګ راتګ محدود كړي

د عامې روغتيا وزير فېروزالدين فېروز تیره ورځ له رسنيو، ديني عالمانو، مدني ټولنو، ښوونكو او نورو خلكو غوښتنه وكړه، چې په دې اړه د عامه پوهاوي په برخه كې ورسره مرسته وکړي.

له دې وړاندې افغانستان له ایران سره خپله پوله هغه وخت وتړله کله ، چې په ایران کې د کرونا ویروس پيښې ثبت شوې او خلکو ته یې اندیښنې زیاتې کړې.

خو د ملي امنيت شورا وياند جاوېد فيصل تازه ویلي، ایران سره پوله بیرته پرانیستل شوه.

هغه زیاته کړې ، چې دا پریکړه د روغتيا نړيوال سازمان د سټنډرډونو د تطبيق په شرط نيول شوى دى.

د ده په وينا، مسافر كولى شي د عامې روغتيا وزارت او د روغتيا نړيوال سازمان د پروسيجرونو تر تطبيق دا په داسې حال کې ده ، چې چین د کرونا ویروس کوربه هیواد بلل کیږي او لومړی هم د چین په ووهان ایالت کې وموندل شو وروسته ايران ته تګ راتګ وكړي.

د تازه راپورونو پر بنسټ په چين كې د ۷۱ نورو كسانو په مړه كېدو سره د كورونا ويروس د قربانيانو شمېر ۲۶۶۳ تنو ته ورسېد د راپورونو پر بنسټ، هلته په دغه ويروس د اخته كسانو شمېر ۷۷۶۵۸ ته لوړ شوى دى په دې هېواد كې د كورونا ويروس ۵۰۸ نوې پېښې ثبت شوې دي .

اوس مهال د چين، ايران، جنوبي كوريا، جاپان، ايټاليا، فرانسې او تايوان په ګډون د نړۍ په ۳۵ هېوادونو كې كورونا ويروس موجود دى. دغه ويروس په ايران، جنوبي كوريا او ايټاليا كې هم د ۲۷ تنو ژوند اخيستى او ګڼ شمېر نور پرې اخته دي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button