اقتصاد او سوداګري

هلمند کې د خرما د القاح شویو ونوحاصلات سږکال زیات شوي دي

هلمند کې د خرما د القاح شویو ونوحاصلات سږکال زیات شوي دي د هلمند مالدارۍ ریاست په دې وروستیو کې د دې ولایت په مرکز لښکرګاه او یوشمېر ولسوالیو کې د خرما ونو باندې کار کړۍ او دې سره د دغه ولایت دخرما حاصلات زیات شوي دي،

د مالدارۍ وزارت ویلي؛ ددې ترڅنګ هغو بزګرو ته چې، د خرما ونو بڼونه یې لرل د خرما ونو د ښې روزنې او پالنې په اړه ټریننګ ورکول کيږي او د دې وړاندې هم ورکول شوۍ دۍ، .د دغه ولایت د کرنې ریاست مسولین وایي دامهال د خرما هغه ونې چې، عملأ القاح شوي دي حاصلات یې ښه دي.د دوی په خبره تر دې مخکې د خرما دغه ونې حاصل نه ورکول وروسته تر دې چې، دغه ونې القاح شوې او په دې برخه کې د خلکو عامه پوهاوی زیات شو نو ورسره د خرما ونو حاصلات هم ډېر شو

د دغه ولایت د کرنې رییس زلمی الکو وایي له نېکه مرغه د کرنې ریاست د هلوځلو په پایله کې د مګړۍ د خرما ټول القاح شوي ونې ښه مېوه نیولې او ورځ تر بلې یې بدنې وده هم په مخ په ودې ده »د ښاغلي الکو په خبره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا، هلمند کې د خرما «کجورو سوداګریزو بڼونو جوړولو طرحه منظور او په روان مالي کال کې پلي کیږي، چې پربنسټ یې د خرما «کجورو» ۲۵ جریبه سوداګریز بڼونه او کلیکسیون اباديږي،

ویل کيږي چې یاد بڼونه په دې هلمند کې د کجورو د بڼونو جوړولو د ترویج او پراختیا په پار جوړیږي.د کرنې وزارت له برنامو څخه یو هم د خرما ونو پالل، روزل او بڼوالو ته پېژندل دي. دغه وزارت بڼوالو ته د خرما ونو دکرکېلي لارې چارې ښیي.

د مالدارۍ وزارت له خوا په یوشمېر ولاییاتو کې په ازمایښتي ډول د خرما بڼونه جوړ شوي دي خرما تر ډېره په ګرمو سیمو کې وده کوي. هلمند، فراه، کندهار، لغمان او ننګرهار د خُرما پالنې لپاره مناسب موقعیت دۍ، او باید دغې څاینو کې ورته کار وشي دولت په دې اړه لا هم دومره زیات اقدامات ندي کړي باید ټولو ګرمو کې د خرما کرلو لپاره بزګرانو سره همکاري وکړي ترڅو هېواد کې د خرما تولید او حاصلات نور هم زیات شي،

هلمند کې د خرما د القاح شویو ونوحاصلات سږکال زیات شوي دي
هلمند کې د خرما د القاح شویو ونوحاصلات سږکال زیات شوي دي

د یادونې وړ دچې د هلمند نه علاوه په ننګرهار کې هم هر کال ډېره خرما کيږي او دا یوه ښه زېرۍ دۍ دې سره مونږ وکولۍ شو چې زیات د خرما حاصلات ولرو او نورو ملکونو ته به ېې هم واستوو چې دې سره د هېواد په عوایدو کې یو څه ښه والۍ راشي زمونږ د هېواد اقتصاد د پخوا نه دومره ښه ندۍ باید جدي پاملرنه ورته وشي ، دولت باید په مالدارۍ ړلایتې ریاستونو کې هم مسلکې کسان وګماري ترڅو دويي خپل تخصصي برخه کې زیاتې لاسته راوړنې ولري او کرنه او ماداري په ولایتو کې هم پرمختګ وکړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button