ځایی

هملند او څو نورو ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي

په غزني، روزګان، کندهار او هلمند کې وروستیو بارانونو او سېلابونو خلکو ته د سر او مال زیان اړولی دی

د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په کجکي او بغني ولسوالیو کې د اورښتونو له امله څلور کسان مړه شوې دي.

د یادو ولسوالیو خلکو ته د شویو اورښتونو له کبله پراخ مالي زیانونه هم اوښتي دي. د مسوولانو په وینا، اورښتونه پرون پنج‌شنبه، وري ۳۰مه پیل شوې دي.

چارواکو دا نه‌دي ویلي چې یاد کسان د دې ولسوالیو په کومو سیمو، څه وخت او څه ډول اورښتونو مړه کړې دي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر مولوي شېرمحمد وحدت سلام‌وطندار ته وویل: «نن مازدیګر په کجکي او بغني ولسوالیو کي زیات باران شوی چې لاهم شروع دي چې ورسره یې هېواد‌والو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. تراوسه څلور کسانو په‌کې ژوند له لاسه ورکړی  دی».

په هېواد کې درانه اورښتونه

د هلمند له کجکي او بغني ولسوالیو سربېره د دغه ولایت یو‌شمېر نورو ولسوالیو کې هم پسرلني اورښتونه پیل شوي چې ځینو سیمو ږلۍ لري او له امله یې سېلابونه هم راوتلي چې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولې دي.

له هلمند سربېره د هېواد په نورو ولایتونو کې هم له نږدې یوې اوونۍ راهیسې د اورښتونو لړۍ روانه ده چې د ځاني زیانونو ترڅنګ یې خلکو ته مالي زیانونه هم اړولې دي.

نور ولولئ: په افغانستان کې د درنې واورې اورېدو له امله ځینې لارې تړل شوي

نور ولولئ: طالبان: هېواد کې سېلابونو ۳۳ کسان مړه او ۶۰۰ کورونه ویجاړ کړي

په غزني، روزګان، کندهار او هلمند کې وروستیو بارانونو او سېلابونو خلکو ته د سر او مال زیان اړولی دی.

په غزني کې طبیعي پېښو ته د چمتوالي ریاست پنجشنبه د وري پر ۳۰مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د وروستیو بارانونو له کبله یو سړی مړ شوی دی.

afghan (1)
هلمند ولایت کې سېلابونه

د خبرپاڼې په حواله، وروښتنو د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۸ کورونه هم ویجاړ کړي دي.

د سختو ورښتونو له امله د لویو لارو تړل کېدل

اخوا، په روزګان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي چې په دغه ولایت کې د سېلابونو راوتلو له کبله د کندهار – روزګان سړک تړل شوی دی. دغه راز، نوموړي ریاست زیاته کړې چې سېلاب یو بوډا وړی او مړی یې ورک دی.

ورته مهال، د روزګان مرکز ترینکوټ کې نن د یوې کوټې چت پرېوتو په پېښه کې بیا یو سړی مړ شوی او بل ژوبل دی.

په کندهار کې سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې سېلاب نن غرمه د سپین بولدک ولسوالۍ په لقمان سیمه کې د یو ماشوم مړی راوړی و.

د سرچینو په خبره، د دغه ماشوم مړی د ولسوالۍ کلینک ته وړل شوی او تراوسه یې د خپلو خپلوانو درک نه شته.

بل لور، په هلمند کې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې سېلابونو یو زر او ۴۰۲ تختې سولر له منځه وړي دي. د هغوی په خبره، سېلابونو او بارانونو بیا د دغه ولایت کروندګرو ته څه باندې ۸۰۰ میلیونه افغانۍ زیان اړولی دی.

تازه د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست خبرداری ورکړی چې ښايي په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې تېز بارانونه وورېږي او د سېلابونو راوتلو لامل شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button