سپورټ

هندي لوبغاړي شري شانت له کرکټ څخه تقاعد واخیست؛ هغه په فکسنګ هم تورن و

هندي کرکټر شانتاکماران شري شانت، چې د هند پریمیر لیګ (آی پي ایل) کې په فکسنګ کې لاس درلود، له هر ډول کرکټ څخه یې تقاعد اعلان کړ.

شري شانت په ټولنیزو رسنیو کې په خپل پیغام کې ویلي چې دا د ویاړ خبره ده چې د هند استازیتوب یې کړی دی. هغه لیکلي:((زه ویاړم چې د خپلې کورنۍ، خپلو ملګرو او د هند د خلکو استازیتوب مې وکړ.))

شري شانت زیاته کړې، چې نن ورځ په ډېر ډک زړه اعلان کوي چې نور له کرکټ څخه تقاعد شو او په لوبه کې به ونه لېدل شي.

نور یی ولوله | ټرانزیټي هوکړه افغانستان او پاکستان د یو بل له خاورې ګټه اخیستلی شي

د یادونې وړ ده چې شانتا کماران شري شانت تر دا مهاله په هند کې کورني کرکټ لوباوه، په داسې حال کې چې له نړیوال کرکټ او آی پي ایل څخه لېرې و.

هندي کرکټر ویلي چې د تقاعد پریکړه یې خپله کړې، که څه هم پوهیږي چې دا به ورته هیڅ خوښي ور نه کړي، خو دا مهال یې د ژوند تر ټولو غوره پریکړه ده.

زرینه نوري

زرینه نوري یوه د ټولنیزو مسلو خبریاله ده چې د ښځو د حقونو، د زده‌کړې د لاسرسي، او د ټولنې د پرمختګ په اړه لیکنې کوي. د هغې راپورونه د ټولنیز بدلون، برابرو فرصتونو، او د افغان ښځو د ځواکمنېدو موضوعات روښانوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button