نړیوال خبرونه

هند افغانستان ته زرګونه ټنه نور غنم لېږدوي

هند اعلان کړی چې د مارچ په مياشت کې به د بشري مرستو په لړ کې افغانستان ته ۸۰۰۰ ټنه غنم لېږدوي. دا غنم د هغو ۵۰ زره ټنو غنمو برخه ده چې هند يې له افغانستان سره د مرستې ژمنه کړې وه. رویټرز اژانس د مارچ پر پینځمه د هندي حکومت په حواله ويلي چې هېواد یې له افغانانو سره چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له لا زیاتې بیوزلۍ او لوږې سره مخ دي د غنمو مرسته کوي.

دا ځل به هم د هندوستان د غنمو دا مرسته د پاکستان له لارې افغانستان ته رسېږي. لومړۍ هغه یې د فبروري پر ۲۶ جلال اباد ته رسېدلې وه چې دوه زره ټنه وه.دویمه جوپه چې ۲،۵۰۰ ټنه وه د مارچ پردریمه له امرتسره بار او افغانستان ته لېږدول شوې وه.

نور یی ولوله | افغانستان کې د مالي معاملاتو امریکایي جواز مثبتو غبرګونونو سره مخ شو

پر افغانستان د طالبانو په بیا واکمنېدو سره داسې انګېرل کېده چې په سیمه کې د افغانستان یو لوی ملاتړی هند به ښايي خپلې مرستې را کمې کړي. خو د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند اریندام باګچي څو ورځې مخکې افغانستان ته د غنمو د دویمې جوپې د استولو پر مهال ویلي ول چې هېواد یې له افغانانو سره د ښو اړیکو ساتلو ته ژمن دی.

پاکستان هم په دې وروستیو کې د شاوخوا ۳،۵۰۰ ټنه غنمو مرسته له افغانستان سره کړي وه.طالب چارواکو د هندوستان د مرستو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د هندي غنمو کیفیت ښه دی او دوی به یې په اکثرو رغنیزو پروژو کې په بوختو کارګرو او بیوزلو خلکو کې ویشي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button