لوبې خبرونه

هند لوبډلی د افغانستان څخه لوبه وګټله

 متحده عربي امارات متحده عربي امارات

کرکټ نړیوال جام کی  هند له افغانستان نه  په ۶۶ منډو سيالي وګټله د کرکټ شل اوريز نړيوال جام سياليو په ترڅ کې د هند لوبډلې افغانستان ته د ۶۶ منډو په توپير ماته ورکړه دغه سيالي چې د متحده عرب اماراتو په ابوظبي کې  کېده پچه  افغانستان وګټله او لومړی يې هند ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه

هند په ټاکلو شلو اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۱۰ منډې وکړې. د هند روهېت شرما ۷۴، کیل  راهول ۶۹، هارډېک پانډيا ۳۵ او رېشب پنټ ۲۷ منډې وکړې. په ځواب کې يې افغان لوبډلې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۴ منډې جوړې کړې او سيالي يې وبايله لکه څنګه چې طمع  کېده افغان توپ اچوونکي ښه توپ اچونه ونکړه . يواځی ګلبدين نايب او کريم جنت يوه يوه لوبغاړی وسوځول په توپ وهنه کې د افغانستان لپاره کريم جنت تر ټولو ډېرې (۴۲) منډې وکړې. د ده تر څنګ لوبډلمشر محمد نبي ۳۵، رحمان الله ګوربز ۱۹

دا هم ولولئ | د اپل شرکت په چین کی د قرانکریم اړوند اپلیکشن بند کړی

 او ګلبدين نايب ۱۸ منډې جوړې کړې د هند لپاره محمد شامي درې، روي چندرن اشوېن دوه ، جسپريت بومرا او رويندر جډېجا يوه يوه  لوبغاړی  وسوځول د دغو سياليو نيمه پايلوبې ته د تلو لپاره افغان لوبډلې بايد خپله راتلونکې لوبه له سکاټلنډ څخه وګټي د نننۍ سيالۍ لپاره افغان لوبډله کې دوه بدلونونه راغلي وو  لومړی د تقاعد شوي اصغر افغان پر ځای شرف الدين اشرف او د ټپي شوي مجيب ځدراڼ پر ځای تېز بالر حميد حسن غوره شوی

افغانستان لدی  مخکې د سکاټلنډ او نیمېبیا  مقابل  دوه سیالۍ ګټلې او د پاکستان مقابل  یې یوه بایللې وه د هند لوبډله د پاکستان پر مقابل کی  له ماتې  څخه وروسته له سختو نیوکو سره هم مخ شوې وه  نو ځکه د نننۍ لوبې ګټل یا بایلل به یې نه یواځی  نړیوال جام کې برخلیک ټاکونکي‌ وي  بلکې د مینه والو  امیدونه  او

طمعی  به ییهم ورسره تړلې. پاکستان د دې نړیوال جام په دویم ګروپ کې تر ټولو پیاوړې لوبډله ثابته شوې او تر دې دمه یې خپلې درې واړه لوبې ګټلې.افغانستان لپاره د نیوزلینډ  څخه سیالی ګټل خورا مهم دی  چی نړیوال  جام نیم  پایلو  لوبو ته لاره پیدا کړی

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button