سیمه ییز خبرونه

هند کابل ته خپل ډېپلوماټان استولي دي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي کابل کې د هندي دیپلوماتانو د ډېرولو هرکلی کوي او د امنیت او ډیپلوماتانو د خوندیتوب ډاډ یې ورکړی.

دغه وزارت ویلي، هند به د دیپلوماتیک ماموریت په ډېرولو خپلې نیمګړې پروژې بشپړې او پر نورو مهمو پروژو به کار پیل کړي.د هندي رسنیو د ريپوټونو له مخې، د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جېشنکر ویلي چې له سفیر پرته د هندي دیپلوماتانو یوه ډله په کابل کې د دغه هېواد سفارت ته تللې ده. د تېر کال په اګست کې د افغانستان د جمهوري دولت له نړېدو سره د نورو دیپلوماتانو تر څنګ هندي دیپلوماتان هم له افغانستانه ووتل، خو اوس د هند این ډي ټي وي خبري شبکې د ښاغلي شنکر له قوله ویلي چې د هندي دیپلوماتانو یوه ډله ”له افغانستان سره تاریخي اړیکو ته په کتو د ولسي اړیکو د دوام په خاطر ” استول شوې ده.

په رپوټ کې راغلي، ښاغلي شنکر د هند په بنګلورو ښار کې خبریالانو ته په دې هکله وویل: ”موږ پتېيلې چې دیپلوماتان به بېرته سفارت ته لېږو، خو سفیر به نه ځي. موږ به ځان ډاډمنوو چې دوی به بشري او طبي مرستو، واکسین او پرمختیايي پروژو په چارو کې همکاري وکړي. 

نور یی ولوله | ملګري ملتونه : ۲۵ ملونه افغانان د بې وزلی ژوند تېروي

نور یی ولوله | د لوړو زده‌کړو وزارت د تحصیلي نصاب بیاکتنې د امورو لپاره ریاست جوړ کړی

د هند بهرنیو چارو وزارت له دې مخکې جون میاشت کې ویلي وو، پلازمېنه کابل کې يې خپل سفارت ته یوه تخنیکي ډله استولې ده چې هلته “بشري مرستې” همغږې او وڅاري. د هند بهرنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي وو، تخنیکي ټیم یې کابل کې خپل سفارت ته استولی، خو په افغانستان کې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د هند د دې ګام هرکلی کړی و او د هندي ”دیپلوماتانو ” یادونه یې کړې وه، چې افغانستان ته رسېدلي دي.

هند د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او نه هم رسمي اړیکي ورسره لري. خو اوس باور دا دی چې هند ورو ورو غواړي په کابل کې د طالبانو له حکومت سره اړيکي ښه کړي او د همدې کار لپاره یې له تېر جون راهیسې دریېم پلاوی افغانستان ته استولی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button