نړیوال خبرونه

هېوادوال: دولت باید نړیوالو کومکونو سم مصرف کړي پور دې نه اخلي

افغانان پر حکومت نيوکې کړي دي او ویلي ېې دي چې دولت باید پور وانخلي او په مرسته شوې پیسې دې سمې مصرف کړي، د حکومت له لوري د پېسو نړيوال صندوق څخه د ٢٢٩ ميليونه ډالرو پور اخلي خو هیوادوال وايي د پور اخستلو پر ځاۍ دې له افغانستان سره مرسته شوې پېسې په شفافه توګه مصرف شي.

د بازې راپورونو له مخې ماليې وزارت وايي، د کورونا وبا له امله يې په بوديجه کې ٥٨ ميليارده افغانۍ کسر کړى دى او له همدې امله اړ شوي دي چې د پېسو له نړيوال صندوق څخه پور واخلي.ترڅو دغه پیسې د روغتیا وزارت ته وسپاري او دغه وزارت ېې د کرونا وېروس د مخنیوي لپاره مصرف کړي،د مالیې وزارت وايي، چې دا پېسې له سود پرته په لسو کلونو کې افغانستان بېرته ورخلاصوي او امکان دى چې د دې قرض يوه برخه په مرسته کې مجرا شي. د ماليې وزارت د دې خبرې نه معلوميږي چې افغانستان دا توان لري چې دغه پور بیرته د پیسو نړیوال صندوق ته به ختم کړي له بلې خوا که مونږ اوګورو د افغانستان عواید دومره زیات ندي چې دغه پور د د ۱۰ کلو په موده ورختم کړي،

ولسي جرګې د حکومت دا غوښتنه په پيل کې رد کړې وه، خو د ملي شورا ګډ کمېسيون سره يې بيا د حکومت د پور اخيستو غوښتنه تاييد کړه. خو د ولسي جرګې يو شمېر غړي بيا پر دې نيوکه کوي او وايي چې پور دې نه اخيستل کېږي، همدا راز ځينې بيا وايي چې حکومت دا پور د څه لپاره اخلي بايد ملت ته يې واضحه کړي او د ادا کولو پروسېجر يې هم له خلکو سره شريک کړي.

ولسي جرګه کې چې کله دغه طرحه تاید شوه شګوفه يې مخالفت وکړ او وې ويل چې د کورونا لپاره له افغانستان سره مرسته شوې پېسې هم په شفاف ډول نه دي مصرف شوي او دا پېسې به هم په شفاف ډول مصرف نه شي.او ټولې به د غلو جېبونو ته لاړې شي،باید اوسمهال قرض ونشي او په مرستو باندې ګزاره وشي،

همدا راز په ټولنيزو رسنيو کې بيا هېوادوال له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دوى د روغتيا لپاره دې د کورونا ويروس په بهانه پور نه اخلي.بازې خلکو ټرینډ پوسټونه داسې کړي و چې کرونا لپاره د زموږ په بهانه پیسې مه اخلي،

ای ایم ایف ګاونډي هیواد پاکستان ته هم قرض ورکړۍ اوسه پورې ېې دغه قرض ندۍ پوره کړۍ دويي د ۲۰ کالو نه زیات وشو چې پاکستان د ای ایم ایف نه قرض کړۍ دۍ خو لا هم ندۍ ختم شوۍ، پاکستان کې چې کله د نوازشریف حکومت وو نو عمران خان به ورته هروخت دا پيغور ورکووو چې د ن لیګ حکومت د ټولو نه زیات پاکستان قزضداره کړ،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button