نړیوال خبرونه

واشنګټن کې د افغان سفارت کارکوونکي وايي بانکي حسابونه یې تړل شوي

واشنګټن کې افغان سفارت وايي د کارکوونکو بانکي حسابونه یې د تېر کال له سپتمبره تړل شوي او امریکايي بانکونه د پیسو د ترلاسه کولو اجازه نه ورکوي. د سفارت یوه لوړ پوړي ديپلومات چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي له يوې سرچينې سره په خبرو کې ویل د سفارت کارکونکو له تېرو څو میاشتو راهیسې هېڅ ډول امتیاز نه دی ترلاسه کړی او له یوه نامالوم برخلیک سره مخامخ دي. د العربیه انګریزۍ پاڼې د جنورۍ پر ۲۶ رپوټ ورکړی و چې د امریکا حکومت په پام کې لري چې د فبرورۍ میاشت کې واشنګټن کې د افغانستان سفارت او په لاس انجلس او نیویارک کې د افغانستان اړوند کونسلي چوپړونه وتړي.

له یوې سرچینې سره خبرو کې دغه ډيپلومات ویلي اورېدلي یې دي چې سفارت دې وتړل شي خو تراوسه په رسمي ډول دوی کوم څه نه دي ترلاسه کړي او نه هم ددغه پرېکړې اړوند روښانه مالومات لري. دغه افغان دیپلومات زیاته کړه چې نن دوشنبه (د جنورۍ ۳۱مه) به د افغانستان د سفارت اړوند کارکوونکي ناسته ولري چې مالومه کړي په کره ډول په کومه نېټه او څه ډول د دوی ماموریت بشپړېږي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو تېره اونۍ د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي توماس ویسټ د برېټانیا، جرمني، فرانسې، ایټالیا، ناروې او یو شمېر نورو اوروپايي هېوادونو د استازو په ګډون د طالبانو له یوه لوړ پوړي پلاوي سره په اوسلو کې خبرې وکړې.

نور یی ولوله | د پاکستان ملي امنيت مشاور له طالب چارواکو سره ليدلي

ښاغلي ویسټ ویلي و له طالبانو سره د رڼې ډيپلوماسۍ او جدیت له مخې خبرې کوي. له دغو خبرو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو چار سمبالي وزیر امیر خان متقي وویل له امریکا او نورو لوېدیځو مامورینو سره یې خبرې ګټورې او بریالۍ وې. د افغانستان د سیاسي استازولیو برخلیک په نوره نړۍ کې هم ناروښانه حالت سره مخامخ دی.

په تېر اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ځېنو هیوادونو کې د سفارت کارکوونکو ترمنځ ناندرۍ هم رامنځ ته شوي چې یوه پکې په روم کې افغان سفارت کارکونکو ترمنځ شخړه وه.د پرځیدلي افغان جمهوریت له مهاله پاتې افغان دیپلوماتان داسې مهال له نامالوم برخلیک سره مخامخ دي چې تراوسه هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي. د پاکستان، ایران، چین او قطر په څیر هېوادونو کې بیا د طالبانو اړونده کسان افغان سفارتونو ته په نارسمي ډول رسېدلي دي.

شنونکي وايي که واشنګټن کې افغان سفارت وتړل شي، د افغانستان استازولي به تر یوه وخته ورکه شي داسې چې شونې نه ده ژر دې امریکا دې ته تیاره شي چې افغانستان کې د طالبانو واکمني په رسمیت وپېژني.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button