نړیوال خبرونه

وایټ هاوس: بایډن لا هم د افغانستان په اړه مشورې کوي

وایټ هاوس:بایډن لا هم دافغانستان په اړه مشورې کوي.داسې وخت چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق پر بنسټ له افغانستانه د امریکایي‌ او ناټو عسکرو د بشپړې انخلاء موده را نږدې شوې بایډن تازه د افغانستان په مجلسونه پیل کړي.

وايټ هاوس وایي د امریکا ولسمشر جوبایډن د همدې موضوع په اړه له خپلو متحدینو او امنیتي چارواکو سره سلا مشورې کوي‌.د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي په یوه خبري ناسته کې ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د مۍ په لومړۍ نېټه به ټول فوځیان له افغانستانه ووځي، وویل چې له لوژستیکي او تخنیکي‌ پلوه به په یاده شوې نېټه د ټولو عسکرو ایستل ستونزمن وي خو ددې په خبره جوبایډن لا هم د همدې موضوع په اړه له خپلو متحدینو او د امریکا له امنیتي چارواکو سره په سلا مشورو مصروف دي.

white house
وایټ هاوس

هغه وړاندې زیاته کړې چې د افغانستان په هکله قاطع پریکړه کول به څه موده په بر کې ونیسي.د امریکايي عسکرو د ایستلو په تړاو د سپیني‌ ماڼۍ پورتنی موقف داسې وخت کې دی چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي‌ توافق په اساس ټول بهرني عسکر باید د اپریل د میاشتې تر پای ته رسېدو پورې له افغانستانه ووځي.

تر دې مښکې د امریکا ولسمشر هم ویلي و، چې دی له افغانستانه د ټولو امریکایي پوځیانو ایستلو ته ژمن دی؛ خو د می تر لومړۍ نېټې پورې دا کار ستونزمن بریښي.دوی وای د افعانستان حالات دې ته ندي برابر چې خارجي عسکر اوځي او بوازې پاتې شي.

ورته مهال طالبان بیا په ټاکل شوې نېټه د ټولو عسکرو پر ایستلو ټینګار لري‌ او ګواښ کوي، که بهرني‌ عسکر له افغانستانه ونه وځي،‌ په وړاندې به یې یو ځل بیا تونده جګړه پيل شي.او خپل پخواني حالاتو ته به وګرزي.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button