ځایی

وروستي اورښتونه؛ ارزګان کې یې لسګونه ښوونځي او مدرسې ویجاړې کړي

په ارزګان ولایت کې وروستیو اورښتونو په تر ۶۹ ښوونځي او مدرسې ویجاړ کړي دي

ارزګان کې مسوولین وایي، د وروستیو سیلابونو له امله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې نږدې ۷۰ ښوونځي او مدرسې په  قسمي او بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

د دغه ولایت د پوهنې رییس وایي، د یادو ښوونیزو مرکزونو د بیا جوړولو لپاره کافي بودجه په واک نلري.

د ارزګان د پوهنې رییس شمس الله کامران و ویل: « دلته د وروستیو ورښتونو او سیلابونو له امله تقریبا اویا ښوونځي او مدرسې تخریب شوي دي. که د بنسټونو لخوا دې برخې ته پام ونشي موږ به له لوی خطر سره مخ شو.»

د زده کړو بهیر اغېزمنېدل

ځیني ښوونکي او زده کوونکي هم وایي، چې د ښوونځیو په ویجاړېدو سره یې د زده کړو بهیر هم اغېزمن شوی او په خبره، دا مهال د خلکو په شخصي کورونو او یا هم آزاده فضا کې زده کړې کوي.

ښوونکي سراج الدین سراج ‌مل و ویل: « زده کوونکي په داسې یو حالت دي چې نه یې ټولګي شته او نه تشنابونه لري. دوی د فرش او غالیو برخه کې هم ستونزه لري.»

نور ولولئ: طالبان: هېواد کې سېلابونو ۳۳ کسان مړه او ۶۰۰ کورونه ویجاړ کړي

نور ولولئ:  په افغانستان کې د درنې واورې اورېدو له امله ځینې لارې تړل شوي

زده کوونکي جاوید و ویل: « موږ لمر ته ناست یو، هیڅ مو له لاسه نه کیږي، ښوونکي هم نه راځي، درس مو هم نه وي زده او په ګرمي کې ناست یو.»

د ورښتونو او سیلابونو له امله د ښوونځیو او مدرسو ویجاړېدو د ارزګان اوسېدونکي هم اندېښمن کړي او په خبره یې، دا چاره به یې د ماشومانو پر ښوونیز بهیر ناوړه اغېز ولري.

afghan (12)
ارزګان کې سېلابونه او ړیجاړي

د ارزګان د خلکو غوښتنه

دوی له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي، چې د ویجاړو شویو ښوونځیو د بېرته رغولو په پار ژر تر ژره لاس په کار شي.

د ارزګان اوسیدونکی ګل محمد داسې طلوع نیوز ته داسې وایي: « دا ښوونځي دي چې جوړول یې نشته او چې ورښت شي بیا راڅڅیږي او ونړیږي.»

د ارزګان بل اوسیدونکي حسن ګل طلوع نیوز ته و ویل: « دلته په شاوخوا سل کوره دي او په هر کور کې پنځه تر شپږو ماشومان دي چې د زده کړو څخه پاتې کیږي.»

ارزګان کې داسې مهال د ورښتونو او سیلابونو له امله لسګونه ښوونځي ویجاړېږي، چې تر دې وړاندې د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویلي وو، چې روان کال د ښوونځیو ودانۍ او ښوونکو کمښت له امله پر شرایطو برابر ۸۰ زره ماشومان له زده کړو محروم او دوی یې د جذب ظرفیت نه لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button