نړیوال خبرونه

وزیر داخله خپل پخوانی ویاند ګواښلۍ

وزیر داخله خپل پخوانی ویاند ګواښلۍ د هېواد د کورنیو چارو وزارت پخواني‌ ویاند نصرت رحیمي پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي ‌چې دافغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي‌ ورته د مرګ ګواښونه کړي دي .

نوموړي شکایت کوي‌ چې د کورنیو چارو وزیر د وزارت د اسنادو د خپراوي‌ تور ورباندي پوري‌ کړی دی .نصرت رحیمي چې په خوا د کورنیو چارو وزارت ویاند وو اوس په داسي‌وخت کې شکایت را پورته کړی چې په افغانستان کې تر بل هر وخت ناامني زیاته شوې او وسله والو طالبان د کابل تر دروازو رسیدلي‌ دي .اوسمهال چې په افغانستان کې نا امني‌زیاته شوې ، په کور دننه له ادارو نه د اسنادو د راوتلو سلسلې هم زور اخیستی دی.

سږکال د اپریل میاشتې پر ۴ نېټه رسنیو تهداسي‌اسناد په لاس ورغلل چې له مخي ‌یې د کورنیو چارو وزارت لوړرتبه ټول ماموری له یوه قوم سره تړلي‌ ښودل شوي وو،کله چې رسنیو هغه اسناد په سوشل ميډیا کې شریک کړل په هېواد کې غوغا رامنځ ته شوه او د کورنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي ‌اندرابي‌ په وزارت کې دننه د (۱۰) فیصده پښتنو د ځای پر ځای کولو ژمنه وکړه ؛ خو ښاغلی اندارابي ‌په هغه ژنه کې پاتې راغلو.‌

دادی یو ځل بیا د کورنیو چارو د وزارت د فساد او د خیالي ‌پولیسو د مقرریو کیسې بهر را وتلې دي‌، نو د کورنیو چارو وزارت شک کوي ‌چې ګواکې دا به د هم دغه وزارت پخواني‌ ویاند نصرت رحیمي‌بهر ایستلي‌وي‌.د دغه لېسا له مخې تقریبا ۹۰ فیصده ریسان او معاونین تاجک دي او د ۱۰ فیصده نه هم کم ریسان پښتانه دي کوم چې د تعصب یوه نښه ده،

اهمه خبره دا ده که چېرته دا کار د پخواني‌ویاند نصرت رحیمي‌له لوري‌شوی هم وي، د کرونیو چارو وزیر ته دا لوی پیغور دی چې یوه عادي‌پخواني‌مامور ته د مرګ ګواښنې وکړي‌.ښاغلۍ رحیمي دا تور هم پوري ‌کړی دی چې ګواکې د کورنیو چارو وزیر ورته ویلي ‌چې له ده سره سر وهونکي‌ به د خوشال سعادت په برخلیک اخته کیږي‌.

زمونږ هېواد چې پ،لیس یې تر ډېره بریده مسلکي ‌نه دي ‌وخت ناوخته یې د چارواکو نا سمې کړنې ددې سبب ګرزي‌ چې دا ملي‌اداره لا نوره زیانمنه کړي‌.خبریالان وايي رګ ته په کار دي ‌چې دا موضوع جدي ونیسي او په سمه توګه ېې وڅېړي که دا کار د کورنیو چارو وزیر ښاغلي ‌اندرابي ‌کړی وي ‌باید معافي وغواړي که داسې ونه کړي نو دا به یو مثال وګرزي هغه خلکو ته چې هر سړۍ به پاڅي او یو بل ته به ګواښونه کوي کوم چې د هېواد لپاره د شرم خبره ده،

د یادونې وړ ده چې په دې اړه سوشل ميډیا کې هم ډېرې لیکنې شوي دي او عامو وګړو ویلي دي چې باید دولت په دې قضیه کې ملامت دۍ باید څېړنې وکړي ترڅو دغه ډول کړنې بیا تکرار نشي او د قانون حاکمیت پکې قایم او دایم وي دې، که دولت دغه قضیه همداسې پرېښوده نو دا به نور خلک هم دې ته وهڅوي چې فساد او نور قانون خلاف کارونه وکړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button