نړیوال خبرونه

ولسمشرغني:حکومت کې به بنیادي بدلونونه رامنځته شي

ولسمشرغني: حکومت کې به بنیادي بدلونونه رامنځته شي جمهور ریس اشرف غني چې پرون یې ولسي جرګې ته د نوماندان وزیرانو معرفي کولو غونډه کې وینا کوله، ژمنه وکړه چې په حکومت کې به بنسټیز بدلونونه راشي

ولسمشر غني ولسي جرګې ته په خطاب کې وویل چې یوې کوچنۍ ډلې او اقلیت حکومت بد نومی کړی دی.اشرف غني همدا راز د وینا پر مهال زیاته کړه، چې له ٣٠ زره ځانګړو ځواکونو سره به د هېواد امنیت تأمین کړو.اشرف غني وویل، افغانستان بېرته شا ته نه ځي او افغان امنیتي ځواکونو ثابته کړې چې اساسي قانون او ټولو اصولو او ارزښتونو ساتونکي دي.او هر سړی باید اساسي قانون ته احترام ولري. باید هيڅوک قانون نه ځان اوچت ونه ګڼړي.

ښاغلي غني همدا راز د خبرو پر مهال بین الافغاني مذاکراتو او سولې پروسې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې افغان حکومت مرکچي پلاوي ته باید وخت ورکول شي، چې د ملت او ولس په غوښتنه پرېکړې وکړي، طالبان امریکا سره د شوې هوکړې پر اساس د سولې هوکړه غواړي، خو موږ اسلام؛ اوس ووایاست چې څوک د اسلام استازیتوب کوي!دد هغه پر وینا باید طالبان د ولس غوښتنو ته غوږ کېږدي او د هغويي غوښتنې په ښه انداز سره ومني.

اړونده خبرونه: د افغان عسکرو او نظامي سکتور سره د امریکا ملاتړ دوام کوي

اشرف غني د وینا په یوه څنډه کې پر هلمند او غور ولایت د طالبانو له بریدونو هم یادوونه وکړه او ویې ویل چې طالبان اوس هم د فتحې په کاذب روایت باور لري، په داسې حال کې چې زموږ د هېواد دیني علماؤو نړۍ ته په ډاګه کړه چې د طالبانو جګړه شرعي او اسلامي دلیل نه لري.د هغه پر وینا باید ټول سیاسیون سره یو موټی شو تر څو د ولس د درد دوا شو او د افغانستان امنیت او سولې لپاره یو ځای کار وکړو ځکه دا صرف د یو کس کار ندی او باید ټول خپل مسولیت وپېژنو تر څو مو وطن ابادی په لور روان شي.

ولسمشرغني:حکومت کې به بنیادي بدلونونه رامنځته شي
ولسمشرغني:حکومت کې به بنیادي بدلونونه رامنځته شي

ولسمشر اشرف غني ولسي جرګې ته د باور رایو اخیستلو په موخه نوماند وزیران ور معرفي کړل، خو په ولسمشر په جرګه کې یو لړ نیوکې هم وشوې. چې د عدالانو پر ځای یې قصابان ګومارلي او د ولس پر ستوني یې چاړه اېښې، چې دا خبره بېرته د ولسمشر له غبرګون سره هم مخامخه شوه.او وی ویل چې باید د نیوکو پرځای د ولس خدمت وکړو ځکه دا د ټول ملت وطن دی باید یو کس ګرم نکړو.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button