نړیوال خبرونه

ولسمشرغني: د مذهب او دین په نوم جګړې باید دوام ونکړي

ولسمشرغني: د مذهب او دین په نوم جګړې باید دوام ونکړي افغان جمهور ریس محمد اشرف غني وایي، افغانان مسلمانان دي او دلته د دین او مذهب په نوم جګړې غیر شرعي دي.باید نور دوام ونکړي ترڅو د افغانانو ژوند خوندي پاتې شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني چې د اسلام د ستر او وروستي پیغمبر حضرت محمد (ص) د زېږد ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وینا کوله وویل، افغانستان اسلامي نظام لري او افغان وسله وال امنیتي او دفاعي ځواکونه د یو اسلامي نظام د دفاع لپاره جګړه کوي.غني په خپلو خبرو کې دوحه کې د سولې مذاکراتو ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې طاابان دې د دې مبارکې ورځې ته په احترام د افغانانو غوښتنه ومني او اوربند ته دې ترجیح ورکړي.

ښاغلي غني دا راز وویل چې پر حکومت د فساد تورونه هغه خلک لګوي چې خپله یې قاچاقبران د پیسو په بدل کې ازاد کړل، په داسې حال کې چې هېڅ یو یې د طالب په نوم نه وو نیول شوی.ولسمشر غني غونډې ته د وینا پر مهال وویل، هغه خلکو چې شل کاله یې پر اسلام دین د ودرېدو دعوه لرله، نن ورته د قران کریم له احکامو د امریکایانو تړون ډېر ارزښت لري.

یاده غونډه چې د ملي دفاع وزارت په تالار کې جوړه شوې وه، غني د افغان ځواکونو زړورتیا او قربانۍ وستایلې او ویې ویل چې افغانستان کله هم د ترګهرۍ د زېږېدنې مرکز نه وو بلکې افغانستان ته ترهګري راوړل شوې او بیا یې د ارګ او منبر تر منځ د فاصلې پر ختمېدو ټینګار درلود.هغه وايي چې مونږ ټول د اسلام په مقدس دین باندې ځان قربانوو او هیڅ چا ته اجازه نه ورکوو چې مسلمانان په خپل منځو کې تل وجنګوي نو اوس وخت رارسېدلی چې باید ټول افغانان سره یو موټی شو او هېواد ته مو سوله راوړو.

ولسمشرغني: د مذهب او دین په نوم جګړې باید دوام ونکړي

دغه غونډه کې د دفاع وزارت چارواکو، نورو لوړ پوړو چارواکو، ملي امنیتي ځواکونو ګډون درلود او د هېواد پیاوړي خوږ غږي هنرمند د مبارکي ورځې په ویاړ ځواکونو ته اسلامي ترانه وویله.دغه ترانه په سوشل ميډیا کې د عامو خلکو لخوا وستایل شوه او عامو وګړو پکې مختلف پوسټونه او لیکنې وکړې دويي په خپلو لیکنو کې ویلي چې باید په اینده کې دا ډول ترانې د هېواد د فوځ لپاره هم جوړې شي ترڅو دويي تشویق شي.او د هېواد خدمت وکړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button