نړیوال خبرونه

ولسمشرغني سره د امریکا ولسمشر ټرمپ تلیفوني خبرې شوي

ولسمشر اشرف غني‌ خبر ورکړ چې ډونالډ ټرمپ ورته تلیفون کړی او ډاډ یې ورکړی دی چې افغان دولت دا توان لري‌چې د سولي دپروسې مشري‌وکړي .

 ولسمشر غني‌ د ښاغلي‌ ټرمپ‌ سره دخبرو په تړاو په داسي‌ وخت کې ټویټ ‌وکړ چې پر افغان حکومت د سولي ‌د پروسې د ګډوډولو تورونه پوري ‌شوي ‌دي‌.

داشرف غني‌ مخالفین که په حکومت کې دننه دي‌او که بهر د حکومت پر دا پرېکړه نیوکې کوي‌چې (۵۰۰۰) طالب زندانیان به نه خوشي‌کوي .

ولسمشر غني‌ سولي ‌د هوکړې یوه ورځ وروسته د رواني مارچ ماشتي پر لمړۍ نېټه وویل چې دطالب زندانیانو خوشي ‌کېدل د امریکا واک نه بلکه دافغان حکومت واک دی .‌

ښاغلي غني زیاته کړه: “د پنځه زره طالب بندیانو د ازادولو لپاره هېڅ ډول ژمنه نشته،دا خبره مو په وار وار ډاکټر خلیلزاد ته کړې، دا مسئله د خبرو اجندا کېدی شي، خو مخکې شرط نشي کېدی.”

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په اړه تړون لاسلیک شو چې د طالبانو په وینا د یاد تړون تر لاسلیک وروسته به د دغه ډلې ۵۰۰۰زندانیان د افغان حکومت له زندانونو څخه ازاد شي چې په مقابل کې به یې ۱۰۰۰ افغان سرتیري هم د طالبانو لخوا ازاد شي.

د طالبانو د قطر دفتر غړي شېر محمد عباس ستانکزي تېره ورځ خبریالانو سره خبرو کې د خپلو ۵۰۰۰ جنګیالو خوشي کول د یو شرط په توګه مطرح کړل او زیاته یې کړه که چیري د دوی یاد شمېر بندیان خوشي نشي بین الافغاني خبرې به پیل نشي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه لیک له مخې ټاکل شوې بین الافغاني مذاکرات د مارچ پرلسمه پیل شي. خو ولسمشر غني وویل، که چیري د سولې خبرو په جریان کې باور رامنځته شي، طالب زندانیان به خوشي شي.خو ټينګار یې وکړ چې د افغانستان خلک غواړي دا باور تر لاسه کړي چې خوشي کېدونکي طالبان بیا وسله نه پورته کوي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button