سیمه ییز خبرونه

ولسمشرغني عمران خان ته د اختر مبارکي ورکړه

ولسمشر غني عمران خان ته د اختر مبارکي ورکړه  دافغاسنتان جمهور ریس اشرف غني‌د ګاونډی هېواد پآکستان لومړي ‌وزیر ته د تلیفون له لارې د اختر مبارکي ورکړې او د کرونا ویروس په تړاو یې د پاکستان د دولت کوششونو ستاینه ېې وکړه.

د له لوري‌ په خپره شوې خبریپاڼه کې راغلي‌ چې اشرف غني‌عمران خان ته ویلي‌ چې سږ کال اختر په داسي‌ یو وخت کې راغلی چې ټوله نړۍ له کرونا وایرس نه کړیږي‌ او پاکستان هم یو له هم دغو هیوادونو دی.لومړي وزیر عمران خان له ولسمشر غني سره په افغانستان کې د کوېډ ۱۹ له امله د مړو شویو کسانو له امله غمرازي وښوده او هیله یې څرګنده کړه چې دغه ویروس به په کامیابۍ سره کنټرول کړای شي.‌

زاپورونه وايي چې صدراعظم عمران خان اشرف غني ته په پاکستان کې د کوېډ ۱۹ پرضد د حکومت د تګلارې په اړه معلومات وړاندې کړل په کومه کې چې د خلکو د ژوند په ژغورلو او اقتصادي رغونې باندې تمرکز شوی.د دغه هېواد د دولت لخوا په دې خپره شوې خبرپاڼه کې دا هم ویل شويچې دواړو مشرانو د افغان سولې د وروستیو پړاونو په اړه خبرې وکړې.

د یوې خبر پاڼې له مخې عمران خان د افغان سولې په بهیر کې د پاکستان د مثبت رول ذکر هم کړۍ او د سولې راتګ یې یو ضرورت بللۍ .‌عمران خان همداراز هیله څرګنده کړې چې د اوسني حالات به نور هم برابر شي تر څو د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې شوی تړون په بشپړه توګه پلی او بین الافغاني مذاکرات ژر تر ژره پیل کړي

دولت له لوري‌ ددې راپور تر لیکلو پورې دې راپور ته هیڅ غبرکون نه دی ښودل شوی؛ خو پاکستاني‌ اخبارونه وايي چې اشرف غني‌عمران ان ته د کندهار د سپین بولدک ولسوالي ‌د پېښي په تړاو هیڅ هم نه دي ‌ویلي.

بلخوا بیا افغاانو دا تمه لرله چې د سپین بولدک او چمن تر پېښي وروسته به افغان حکومت ټول پآکستاني ‌دیپلواتان وشړي او پاکستان به دښمن هیواد وبلي ؛ خو بیا هم د افغانستان د ولسمشري‌پر څوکۍ ناست اشرف غني‌ عمران خان ته د اختر مبارکي ‌تلیفون کړی او د هغوی په هیواد کې د کرونا ویروس نه د وژل شویو کسانو په تړاو یې غمرازيښکاره کړې ده، او غټه ضایع بللې،

ښاغلي عمران خان د دې وړاندې هم ویلي وو چې د تحریک انصاف ګوند تر مشری لاندې حکومت به یې له خپلو ګاونډیو سره ښې اړیکې ولري. نوموړي ویلي وو د پاکستان ثبات د افغانسان له سولې سره تړلی دی او له همدې امله پاکستان په افغانستان کې امنیت او ثبات غواړي.نو اوس باید افغان عوام د ې تلیفون ته په مثبت ډول وګووري او دولت لا نوورې هڅې وکړي چې ګاونډیو سره ښه اړیکې جوړې کړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button