نړیوال خبرونه

ولسمشرغني: هلمند کې د طالبانو وروستی جګړه په سختو ټکو وغندله

 ولسمشرغني: هلمند کې د طالبانو وروستی جګړه په سختو ټکو وغندله د تیري هفتې خونړۍ نښتو وروسته چې هلمند ولایت کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ وسوې ولسمشر غني هم سخت غبرګون ښودلی او د طالبانو دا بریدونه يې غندلي

ښاغلي غني وویل طالبانو  بریدونه و کړل او افغان ځواکونو يې په میړانه دفاع وکړه غني هلمند کې ټولو ادارو ته امر کړی چې  د جګړې بې ځایه سویو سره دي بیړنۍ مرستې وکړي افغان ولسمشر ویلي  طالبانو  وحشت او ناروا جنګ ترسره کړ چې زه يې به کلکه غندم او په جګړه کې د زیانمنو کورنیو ته د زړه تسلیت وړاندې کومهغه دا خبرې د فوټبال غوره لیک د پای لوبې په مناسبت د مبارکۍ په ویډیويي پیغام وکړې د ده له انده فوټبال خوشحاله کړو خو د هلمند جګړې خواشینی کړو.

تېره هفته د یک شنبې ورځ د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ مرکز لښکرګاه په څنډو او یو شمېر ولسوالیو کې سختې نښتې وسوې چې پرمهال يې درانه تلفات هم درلودلد راپورونو له مخې په دې جګړو کې ملکي کسانو ته هم درنه مرګ ژوبله وا وښتله ځکه چې طالبانو د ملکي خلکو له کورنو په استفادې پر افغان ځواکونو باندې بریدونه پیل کړل مالومات وايي چې د هلمند له جګړه ییزو سیمو کې څخه ۵۰۰۰ کورنۍ کور پرېښودو ته اړې سوې او شاوخوا ۳۵۰۰۰ کسانو د جګړې له ډګره په تېښته بریالی شوي.

د دغه ولایت والي یاسین ضیا ویلي چې په دې جګړو کې بهرنیو ترهګرو ډلو او القاعده شبکې د طالبانو سره مرسته کړې او پر افغان ځواکونو يې بریدونه کړي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر د هوکړې پر بنسټ طالبان به له بهرنیو ترهګرو وسلوالو ډلو سره اړیکي پرې کوي او د افغانستان پر لویو ښارونو به بریدونه نکوي خو داسې مالومیږي چې طالبانو د قطر هوکړې خلاف اوس هم هغه کړنې ترسره کوي چې وړاندې يې کولې

اوس باید دواړه لورې نور جګړه بند کړي.او د سولې لپاره کار وکړي ځکه دا د سولې دخبرو اصول دي چې که چېرې د سولې خبرې کيږي نو باید جنګ ورسره نه وي. سوله باید پرامنه فضا کې وشي او هیڅ جنګ باید نه وي که سوله او جنګ دواړه یوڅای روان وي نو دا به هيڅ پایله ونلري او ان د سولې خبرې نورې هم ځنډ سره مخ کولی شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button