نړیوال خبرونه

ولسمشرغني ټول هېواد کې د جنرال رازق د شهادت دویم تلین لمانځلوحکم وکړ

ولشمرغني ټول هېواد کې د جنرال رازق د شهادت دویم تلین لمانځلوحکم وکړجمهور ریس اشرف غني ټاکل شوي کمېسیون ته د یوه حکم پر بنسټ دنده سپارلې چې په ټول هېواد کې د کندهار پخواني امنیه قومندان شهید جنرال عبدالراېق اڅکزي د شهادت دویم تلین لمانځلو مراسم جوړ کړي.

د ښاغلي غني د حکم پربنسټ د دفاع وزارت د سرپرست وزیر اسدالله خالد په مشرۍ ټاکل شوي کمېسیون دنده لري چې په پرتمینو مراسمو سره د جنرال عبدالرازق تلین ولمانځي.همدا راز سیمه اییزو ارګانونو ته دنده سپارل شوې چې په ټولو ولایتونو کې د جنرال عبدالرازق د شهادت تلین ولمانځي. د ټولو مراسمو لګښت به د ملي دفاع وزارت له لوري ورکول کیږي

د کندهار پخواني امنیه قومندان جنرال عبدالرازق دوه کاله وړاندې د کندهار ولایت مقام کې پر جنرال رازق او یو شمېر لوړ پوړي چارواکي د برید ګرو له لوري په ډزو سره په شهادت ورسېدل.او په ټول هېواد کې د غم او غوسې ټغر خور شو. افغانستان کې په سوشل ميډيا کې هم د جنرال رازق په مړینه سخته خواشیني ښکاره شوه. او ډېر زیات ېې عام ولس په غوسه کړی وو.

له هغې وروسته د جنرال عبدالرزازق پر ځای یې ورور تادین خان د کندهار امنیه قومندان وټاکل شو، چې تر دې دمه یې د شهید جنرال رازق په څېر د کندهار ولسونه له ماموریت خوښ دي.او د کندهار په ساتنه کې ښه رول لري د کندهار خلک د نوموړي نه خوشاله دي او وايي چې باید نوموړی د تل لپاره د کندهار د امنیه قومندان يه صفت دنده پرمخ یوسي. تر څو د دويي امنیت لپاره لا نور اقددامات وکړي.

شهید جنرال عبدالرازق په جنوبي حوزه کې هغه کس و، چې نېک نوم او ښه شهرت يې درلود. هغه يو پياوړى کس و چې په لويو قضيو او سياسي تعاملاتو کې يې هم مهم رول درلود.نوموړی هتا په منتقه کې یو د مهمو خلکو څخه وو او هر وخت ېې غوښتل د کندهار د خلکو ملاتړ وکړي او دغه ولایت امن ټینګ کړي. ترڅو دغه ولایت د خلکو د لاسوهنې څخه بچ پاتې شي.

ولشمرغني ټول هېواد کې د جنرال رازق د شهادت دویم تلین لمانځلوحکم وکړ
ولشمرغني ټول هېواد کې د جنرال رازق د شهادت دویم تلین لمانځلوحکم وکړ

د یادونې وړ ده چې جنرال رازق په سویل او سویل لویدیځ زون کې د ډیری عملیاتو قوماندان پاتې کېده. د جګړو لومړۍ کرښو ته به له سرتېرو سره یوځای تلو. په دې توګه به د امنیتي او دفاعي ځواکونو مُرال ورسره خورا پیاوړی کېده.او دې سره به د خلکو هم باور نور هم زیاتېده. نوموړی د ښه اخلاقو خاوند وو او تل ېې غوښتل چې د ولس خدمت وشي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button