نړیوال خبرونه

ولسمشرغني ډاکتر زلمي رسول ته د غازي وزیرمحمداکبرخان دولتي مډال ورکړ

ولسمشرغني ډاکتر زلمي رسول ته د غازي وزیرمحمداکبرخان دولتي مډال ورکړ د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې وړاندې په انګلستان کې د افغانستان سفیر ډاکتر زلمي رسول ته د هغه د خدمتونو د تقدیرولو په موخه د غازي وزیر محمد اکبر خان دولتي مډال ډالی کړ.

ښاغلي زلمي رسول ته د مډال د ورکړې په اړه د ولسمشر غني په فرمان کې راغلي، نوموړي ته له هیواده بهر په ډيپلوماتیک ډګر کې د افغانستان د اغېزناک استازیتوب او په ورسپارل شویو دندو کې د رښتینولۍ او زړورتیا له امله چې غوره پایلې یې لرلې دي، د هغه د قدر وړ خدمتونو د تقدیرولو په موخه د غازي وزیر محمد اکبر خان دولتي مډال ورکول کېږي. ولسمشر غني په ګلخانې ماڼۍ کې په دې اړه جوړې شوې غونډه کې وينا وکړه. ښاغلي غني د ویاړ ځای دی چې نن د افغانستان یو رښتینی بچی ستایل کېږي.

ډاکتر زلمي رسول د ژوند په ټولو مراحلو کې له خپل پلار عبدالقیوم رسول سره چې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر و، په افغانستان کې د مشروع نظام د بنسټیزه کېدو لپاره، نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.د هیواد جمهوررئیس وویل، له ځوانۍ د ډاکتر زلمي رسول هڅې او خدمتونه په افغانستان کې د ازادۍ او د سیاسي نهضت د ایجاد لپاره وې، ترڅو افغانستان د ډیموکراسۍ له لارې سیاسي ثبات ته ورسېږي.

ولسمشر غني وویل پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له برید وروسته د افغانستان د ستونزې حل لپاره د لویې جرګې جوړول چې د بُن جرګې د جوړېدو لامل شوه او دغه هڅې په اساسي ډول د بُن کنفرانس لپاره اسانتیاوې برابرې کړې، په دې ټولو کې د ډاکتر زلمي رسول رول څرګند و.ښاغلي غني همداراز د ډاکتر زلمي رسول حوصلې، زغم او تفکر ته په اشارې وویل، نوموړي تل په ملي بحثونو کې رغنده رول لوبولی او له همدې امله د افغانستان حکومت د نوموړي هڅې ستایي.

ولسمشرغني ډاکتر زلمي رسول ته د غازي وزیرمحمداکبرخان دولتي مډال ورکړ
ولسمشرغني ډاکتر زلمي رسول ته د غازي وزیرمحمداکبرخان دولتي مډال ورکړ

انګلستان کې د افغانستان سفیر ښاغلی زلمي رسول د جمهوررئیس غني له باور او د غازي محمد اکبر خان دولتي مډال له ورکړې څخه په مننې وویل، له ځوانۍ مې د افغانستان لپاره هڅې او کار کړی او تر هغو چې ژوندی یم د افغانستان لپاره به خدمت کوم او دا خپله ملي وجیبه بولم.هېره دې نه وي چې زلمی رسول په تېرو ټاکنو کې ولسمشر غني ته د ولسمشری نوماندی نه تېر شوی هم وو.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button