نړیوال خبرونه

ولسمشری ماڼړی:افغانستان لا هم د امریکا او ناټو مرستو ته اړتیا لري

ولسمشری ماڼړی:افغانستان لا هم د امریکا او ناټو مرستو ته اړتیا لري داسې مهال چې د امریکا دفاع وزارت له افغانستانه د زرګونو امریکایي عسکرو د را ایستلو اعلان کړی او تمه کېږي، چې په راتلونکو میاشتو کې د بهرنیو ځواکونو حضور ډېر راکم شي افغان دولت وايي، د جګړې په ډګر کې لا هم د امریکا او ناټو مرستو ته ضرورت لري.

د ولسمشری ماڼړی ویاند «صدیق صدیقي» د پنټاګان لخوا د امریکایي ځواکونو د شمېر کمولو له اعلان وروسته ویلي، ددې لپاره چې «ترهګرې ډلې» بیا ځلې په افغانستان کې غښتلې نشي او هیواد د هغوی لپاره یو امن ځای ونه ګرځي؛ لا هم د جګړې په ډګر کې د ناټو او امریکایي ځواکونو مرستو ته اړتیا لري. ښاغلي صدیقی زیاته کړې « په بشپړ ډول د ترهګرو ډلو د محوه کولو او دا چې افغانستان بیا ځلې د ترورستانو په ځاله بدل نشي؛ د مخنیوي لپاره یې لا هم د ناټو او امریکایي ځواکونو مرستو ته اړتیا ډېره ده.

د هغه په خبره، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د کمیت په کمېدلو سره له دولتي ځواکونو د هغوی د ملاتړ کیفیت نه بدلېږي او د پخوا په څېر خپل نظامي ملاتړ ته دوام ورکوي.د نوموړي له قوله، د امریکا او دولتي ځواکونو تر منځ همکاري د ګډو ګټو او ستراتیژیکو اهدافو په بنسټ ده او په هیواد کې د تلپاتې سولې د تامین تر مهاله به دوام کوي.

د ولسمشرۍ ماڼړی لخوا پورته څرګندونې وروسته له هغه خپرېږي، چې د امریکا دفاع وزارت وایي د راتلونکي کال د لومړۍ میاشتې تر نیمایي پورې خپل زرګونه عسکر له افغانستانه وباسي او په دې هیواد کې د شته امریکایي عسکرو شمېر دوه زره پنځه سوه ته راټيټوي.د متحده ایالاتو د امنیت شورا سلاکار «رابرټ اوبراین» د پنټاګان د اعلان په تعقیب وویل چې په افغانستان کې پاتې امریکایي عسکر به هلته شته امریکایي سفارت او ادارې ساتي او ولسمشر ټرمپ تمه لري، چې د راتلونکي کال تر می میاشتې پورې په بشپړ ډول ټول عسکر کور ته راستانه شي.

ولسمشری ماڼړی:افغانستان لا هم د امریکا او ناټو مرستو ته اړتیا لري
ولسمشری ماڼړی:افغانستان لا هم د امریکا او ناټو مرستو ته اړتیا لري

ورته مهال امریکایي نظامي چارواکي وایي، که چېرې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، حکومت به د طالبانو په وړاندې سقوط وکړي.او داخلي جنګونو امکان به نور هم زیات شي. ځکه افغان عسکر لاهم پخپلو پخو ندي ولاړ او به دې ونه توانیګي چې د هیوادامنیت ټینګ کړي.دويي ته لا هم ټریننګ او تجهیزاتو ته اړتیا شته. او باید بهرني هېوادونه ورسره مرسته جاري وساتي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button