نړیوال خبرونه

ولسمشر غني او عبدالله روانه میاشت امریکا ته زي

وايټ هاوس یا سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله به د روانې جون میاشتې پر ۲۵مه نېټه واشنګټن کې له امریکا ولسمشر جو بایډن سره لیدنه لري.

په دې اعلامیه کې د وایټ هاوس یا سپینې ماڼۍ د ویاندې جېن ساکي له قوله ویل شوي، په دې لیدنه کې به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په په جريان کې د افغانستان او امریکا پر دوامداره ملګرتیا خبرې کېږي.اعلامیه کې راغلي، امریکا ژمنه ده چې د افغان ولس، ښځو، نجونو د ملاتړ لپاره دیپلوماتیکې، اقتصادي او بشري مرستې وکړي.

د امریکا حکومت یو ځل بیا ټینګار کړی چې له افغان حکومت سره د ګډ کار له لارې به اجازه ورنکړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو لپاره یو خوندي مرکز بدل شي.ولسمشر غني او عبدالله په داسې حال کې واشنګټن ته د خبرو لپاره سفر کوي چې د هېواد زیاته برخو کې جګړې زور اخیستی.

fb img 1624252631064
غنی او عبدالله

او کابو هره ورځ د ولسوالیو د سقوط رپوټونه ترلاسه کېږي.طالبان وايي چې یوازې په تېره یوه میاشت کې یې له پنځوسو ډېرې ولسوالۍ نیولې دي.خو افغان حکومت وایي، له دغو سیمو یې یوازې تاکتیکي شاتګ کړی او د بیا نیولو لپاره یې پلان عملي کېږي.

اوس ټول افغانان په دې اندېښنې دي چې ایا د بهرنیو فوځیانو تر وتلو وروسته به افغانستان کې حالات امن کې وي او که نا دا حالات به یو ځل بیا د پخوا په څېر خراب شي او عام افغانان به په کډوالی مجبور شي بلخوا بیا د امریکا حکومت وایي چې د دوی وتلو وروسته به هم افغانستان حکومت سره مالي کومکونه جاري وساتي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button