نړیوال خبرونه

ولسمشر غني دامریکا دفاع وزیر سره تیلفوني خبرې شوي

ولسمشر اشرف غني د امریکا دفاع وزیر سره تیلفوني خبرې شوي دي د افغانستان ولسمشر ډاکټر محمداشرف غني د امریکا نوي ټاکل شوي ددفاع وزارت سرپرست جنرال کریسټوفر سي میلر سره تیلیفوني خبرې کړې دي.او د سیمې تازه صورتحال باندې ورسره غږېدلی.

د ولسمشری ماڼړی څخه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې اشرف غني پرون د سه شنبې په ورځ د تیلفوني اړیکې له لارې د امریکا نوي ټاکل شوي ددفاع سرپرست وزیر جنرال کریسټوفر میلر سره په داسې مهال د افغانستان د روانو حالاتو په اړه خبرې کړي چې د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مایک میلر هم موجود ؤ.د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د امریکا سرپرست دفاع وزیر افغانستان سره د امریکا د دوامدارې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.نموړي ویلی دويي نور هم د افغانستان سره همکاري وکړي.

ولسمشر غني د امریکا سرپرست دفاع وزیر سره په داسې مهال تیلیفوني خبرې کوي چې پنټاګون تر راتلونکي جنوري میاشتې له افغانستان څخه د ۲۰۰۰ نورو امریکايي پوځیانو د ایستلو اعلان کړی، چې په دې سره به افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راښکته شي.دې سره ښايي په افغانستان کې د طالبانو زور نور هم زیات شي. او جنګ ته ادامه ورکړي.

په دې اړه د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست «اسدالله خالد» وایي، اوس هم باوري نه دی چې په قطر کې روانې خبرې به پایلې ولري. اسدالله خالد دغه خبرې په ولسي جرګه کې د خپلې کاري تګلارې د وړاندې کولو په مهال وکړې.هغه وویل، چې د بهرنیو ځواکونو شمېر شاید کم او یا هم زیات شي؛ خو داسې څه حس شوي نه دي چې وښيي بهرني ځواکونه به په بشپړ ډول له افغانستانه وځي

په سوشل ميډيا کې د امریکا د فوځیان وتلو په اړه عام وګړو غبرګونونه خودلی دی.دويي لیکلي که چېرې د امریکا فوځیان اوځي نو ښايي دا په هېواد کې نور هم حالات خراب کړي او جنګ ادامه نوره هم زیاته شي ځکه د دې نه وړاندې هم ې کله خارجي فوځیان په افغانستان کې نه

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button