نړیوال خبرونه

ولسمشرغني: دموقت حکومت تېروتنه به بیا تکرارنشي

جمهور ریس غني له طالبانو سره د سولې له توافق د لاسلیکولو وروسته د لنډمهالي حکومت په اړه وايي، چې هغه به هېڅ کله دا تاريخي فلم تکرار نه کړي.نوموړي دا خبره د یو ژورنالېستې په ځواب کې وکړه چې مونږ نه غواړو چې بیا دد موقت حکومت تېروتنه ونه کړو.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د تواقق نه وروسته کوشش شروع شوې دي چې په نږدې ورځو کې به بېن الافغاني مذاکرات هم پيل شي، خو له دې سره هممهاله داسې اوازې هم خپرېږي، چې ښايي په بېن الافغاني مذاکراتو کې د لنډمهالي يا موقت حکومت په تړاو هم خبرې وشي.دغه خبره لدې وړاندې هم دا خبرې شوې وې چې که د سولې خبرې کامیاب شوې نو موقت حکږمت به رامنځته کيړي.

زیس جمهور غني د امريکا متحده ايالتونو د اتلانتيک شورا په څېړنيز بنسټ کې د دې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې که طالبان د سولې د راتګ لپاره دا شرط ولري چې لنډمهالى حکومت دې جوړ شي او يا دې زه له واکه ليرې شم، نو دا تاريخي تېروتنه به ونه کړم.او دغه فلم به بیا تکرار نشي،

ولسمشر غني په ټينګار وويل، ډاکټر نجيب الله همدا تېروتنه کړې وه، چې له مجاهدينو سره د خبرو په لړ کې يې د استعفا اعلان وکړ. هغه همدا راز دا هم وويل چې د لنډمهالي حکومت په اړه بحث اوس له وخت مخکې دى.او دا خبرې باید بحث نشي.باید ټولې خواوې د دې بحث نه ډډه وکړي،

هغه وايي چې د ډاکټر نجيب الله استعفا يوه لويه تېروتنه وه، ولس دا فلم يو ځل ليدلى دى او بيا يې تکرار نه غواړي.نوموړۍ دغه خبره د یو سوال په ځواب کې وکړه نوموړي نه دغه پوښتنه د دې وړاندې هم شوې ده اړ د ولسمشر ځواب هم همداسې ووچې هيڅ کله به د ډاکټر نجیب تېر وتنه تکرار نکړي،

بل خوا د طالبانو لوى څارنوال جلال الدين شينواري ويلي دي، چې ولسمشر بايد د يوه نوي حکومت جوړېدو ته چمتو وي او د خپلې استعفا په منظور مخکې له مخکې چمتووالى ولري.ځکه که سوله رازي باید اوسنۍ حکړمت قرباني ورکړي،

دا هم باید یاده کړوچې اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې ټول خواوې باید سره یو لاس شي او یو غږ شي تر څو د سولې دا اوسني فرصت له لاسه ورنکړو اودبین الافغاني خبرې ژر تر ژره پيل شي ترڅو افغانستان ته سوله راشي او افغانان په ارامه فضا کې ژوند وکړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button