نړیوال خبرونه

ولسمشر غني دوستم سره تلیفونې خبرې کړي

ولسمشر غني دوستم سره تلیفونې خبرې کړي. دې وروستيو وختونو کې دوستم د شخصي تلويزونونو سره مرکې پيل کړې دي، له دې مرکو څخه په یوه کې یې ده ګيله وکړه چې ولسمشر غني دا شل مياشتې کېږي دده سره ملاقات ندی کړی.او هيڅ ډول تماس هم ورسره ندی نیول شوی.

مارشال دوستم وروسته له هغه دا ګيله وکړه چې څه وخت وړاندې د ولسمشر امنیتي سلاکار محمد محقق هم دده کور ته تشریف وړی وو.اوس حمهور ریس غني ددوستم ددې ګيلې د اورېدو سره ټليفوني خبرې کړې دي، په دې ټليفوني خبرو کې ولسمشر غني او دوستم په هېواد کې د سياسونو د یو کېدو او ملي او سیاسي اجماع د قوي کېدو غوښتنه ېې هم ترینه کړې ده.دواړو مشرانو د هېواد په امنیتي سکتور په پیاوړتیا هم خبرې کړي دي.

باید یاده وکړو چې حکومت په نسبي ډول توانېدلی پخپله شاوخوا کې ځینې پخواني نوم لرونکي کسان چې د حکومت سره اړیکې ښې نه وې راټول کړي.له دې څخه يې ښه نمونه حاجي صیب محقق دی، محمد محقق ته ولسمشر غنی د سلاکارۍ چوکۍ ورکړه او هغه هم په رسمي ډول د سولې په خبرو کې د حکومت له دریځ ملاتړ اعلان کړ او همدارنګه د موقت حکومت په خلاف یې دريځ ونيوه.

ښاغلي دوستم د ولسمشر غني له هغه يارانو څخه دی چې لږ خوشحاله ډیر خفه وي، هغه په دې وروستيو مرکه کې بيا هم په غني تور پورې کړ چې ګواکي غني يو متعصب کس دی.دوستم که څه هم په ښکاره د اشرف غني په خوا کې نه دی ولاړ خو د طالبانو سره په خبرو کې بيا سخت دریځ لري د موقت حکومت خبرې سره هېڅ کار نلري بلکې اشرف غني ته وايي چې که طالبان يو ځل خبرې نکوي تاسې یې لس ځل مکوئ.

دوستم ا غني 750x430 1
دوستم او غني

د بهرني مملکتونو د ملاتړ د زیاتېدو او وروسته ورو ورو په کور دننه د اجماع د قوي کېدو سره بېګاه په قطر کې د سولې خبرې يو ځل بيا پيل شوې دي او توافق شوی چې دا خبرې همداسې جاري وي. او دواړه لوري به د اجنډا په ترتیب باندې کار کوي.د طالبانو ویاند هم لیکلي چې دواړو خواو د خبرو په دوام باندې توافق هم شوی دی.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button