نړیوال خبرونه

ولسمشر غني د امریکا دفاع وزیر سره تلیفوني خبرې شوي

امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین افغان ولسشر اشرف غني سره تلیفوني خبرې شوې دي او د افغان سولې او د واشنګټن اوړ کابل تر منځ د اړیکو د لا ښه والي په اړه ورسره غږېدلی دي.دواړو مشرانو د افغان سولې په اړه هم بحث کړی.

له دفاع وزارت څخه په همدې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې تلیفوني خبرو کې لویډ اسټین د کابل-واشنګټن تر منځ د اړیکو په غښتلتیا خبرې کړې دي او د امریکایي او افغان پوځيانو د «ګډو قربانیو» ستاینه يې هم کړې دهدغه رسنی کې وړاندې زیاتوي چې د خبرو په مهال دواړو خواو د افغان سولې او په افغانستان کې د خبرو له لارې د یوه سیاسي جوړښت د رامنځته کېدو په اړه خبرې کړې دي او ټینګار شوی، چې د سولې روان فرصت باید له لاسه ورنکړل شي،

بلخوا ولسمشری ماڼړی څخه په یوه بېله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له «غني» سره د خبرو په مهال «اسټین» د دولتي عسکرو قربانۍ ستایلې دي او د امریکا متحده ایالات یې هغې سولې ته ژمن بللي، چې دوامداره او پایداره وي.د خبرپاڼې په وینا، په تلیفوني خبرو کې د اشرف غني لومړي مرستیال او د ملي امنیت شورا سلاکار په امنیتي سکتور کې د «اصلاحاتو» په اړه اسټین ته معلومات وړاندې کړي دي.

د خبرو له لارې د جګړې د ختمولو په اړتیا د غني او اسټین خبرې داسې مهال دي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس، افغانستان کې امریکایي ځواکونو شمېر تر ټولو ټيټي کچې ته رارسېدلی او تر څنګ يې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو خبرې هم پیل شوي دي.

20210206 185121

حکومت په بیا، بیا له امریکا غوښتنه کوي، چې له طالبانو سره کړی تړون وارزوي او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مخه ونیسي. تر څو افغانستان کې جګړه شددت ونکړي او د دويي حکومت پر خپل ځای پاتې شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button