نړیوال خبرونه

ولسمشر غني د شهیدانو په کورنیو نمرې ویشل پیلوي

ولسمشر غني د شهیدانو په کورنیو نمرې ویشل پیلوي.دافغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون مازدیګر په یوه غونډه کې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د استوګنې د لس زره نمرو د وېش پر څرنګوالي بحث او خبرې وکړې.

دغه غونډه کې د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح په دې بیانولو سره چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته دوامداره پاملرنه او د کورونو برابرول دولت ته لومړیتوب لري وویل، په اتفاق ښارګوټي کې د استوګنې ۱۰ زره نمرې د دغو شهیدانو کورنیو ته د وېش لپاره اماده دي.وروسته کابل والي محمدیعقوب حیدري وویل، پر یوې برنامې کار کوو چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د استوګنې ځمکې په داسې ځایونو کې تثبیت کړو چې ټولې لازمې اسانتیاوې ولري.

د هغه نه وروسته د کابل ښاروال محمد داوود سلطانزوی پخپلو خبرو کې وویل، موږ د کابل ښار په یو شمېر ناحیو کې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د وېش لپاره يوه اندازه استوګنيزې نمرې تثبیت کړي چې شمېر یې زرو ته رسېږي.جمهوررئیس غني د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته د جمهوري ریاست لومړي مرستیال د پاملرنې او هڅو مننه وکړه وې ویل، د افغانستان حکومت باید خپله لومړنۍ ژمنه چې په ۱۴۰۰ کال کې به عملي شي، د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د استوګنې ځمکو له وېش څخه پیل کړي.

جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست لومړي مرستیال ته دنده وسپارله چې د ښارګوټو او د هغو لپاره د مناسبو زېربناوو جوړولو په موخه له هبیتات ادارې سره خبرې وکړي او فواید عامې وزارت دې د سړکونو جوړولو او ښاروالۍاو نورې اړوند ادارې دې د هغو د ډیزان او اسنادو د وېش په برخه کې لازم اقدامات وکړي.

20210304 102259

د افغانستان ولسمشر اسږشرف غني د خپلو خبرو په اخېر کې دېته په اشارې چې د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو ورثې ته پاملرنه د دولت لومړیتوب دی وویل، د شهیدانو کورنیو سره د مرستې په موخه باید یو غير دولتي بنسټ ایجاد شي او بین المللي ټولنې هم په دې برخه کې همکارۍ ته چمتووالی ښودلی.او دا به دې پروسې کې موثره ثابت شي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button