نړیوال خبرونه

ولسمشر غني: د عاجلو روغتیایي خدمتونو برابرول د دولت لومړیتوب دی

ولسمشر غني: د عاجلو روغتیایي خدمتونو برابرول د دولت لومړیتوب دی.د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کرونا دریمې څپې په اړه جوړه شوې غونډه کې خلکو ته د عاجلو روغتیایي خدمتونو برابرولو په لومړیتوب او د اکسېجن د مدیریت په اړه بحث وشو.

په پیل کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست له بهر څخه د اکسېجن واردولو، په روغتونونو کې د اکسېجن د غیر فعاله دستګاوو د بېرته فعالولو او د بسترونو زیاتوالي په اړه راپور وړاندې کړ وې ویل، دریمه څپه د حرکت په حالت کې ده او له خلکو څخه یې په جدیت د روغتیایي لارښوونو د عملي کولو غوښتنه وکړه.هغه وویل اوس وخت رارسېدلی دی چې باید د کرونا ویروس مخنیوی لپاره جدی او عملي کارونه وشي.

ولسمشر غني د شته امکاناتو په چوکاټ کې خلکو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو له امله د ډاکترانو او روغتیاپالانو هڅې وستایلې وې ویل، په اوسني وضعیت کې لومړیتوب د عاجلو روغتیایي خدمتونو برابرول دي.تر څو عام ولس ته ښه خدمتونه وړامدې شي او ورنه مستفید شي.

fb img 1624097415870

د هیواد جمهوررئیس وویل: ولس دې ډاډ ولري، د شته امکاناتو په چوکاټ کې د کرونا دریمه څپه تر اوسه په ښه ډول مدیریت شوې او اوسني او راتلونکي ټول تصامیم د علمي اساساتو او تېرو تجربو پر اساس نیول کېږي.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې د کرونا واکسین عادلانه وېش ته په اشارې وویل، لومړیتوب دې د ټولنې زیانمن قشر ته ورکړل شي او د واکسین پر تطبیق د هجوم مخنیوي لپاره دې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button