نړیوال خبرونه

ولسمشر غني د ځوانانو بین المللي ورځې د نمانځنې په مراسمو کې ګډون وکړ

جمهوررئیس محمداشرف غني پرون مازدیګر د ”هرځوان یو سرتېری“ تر سرلیک لاندې د ځوانانو بین المللي ورځې د نمانځنې په مراسمو کې، ګډون او وینا وکړه.

په دغه مراسمو کې چې په سلامخانې ماڼۍ کې ترسره شول، د هیواد لومړۍ مېرمن، د کابینې یو شمېر غړو او نورو لوړ پوړو دولتي مقاماتو حضور درلود، په پیل کې د اطلاعاتوفرهنګ وزارت سرپرست محمدقاسم وفایي زاده خبرې وکړې.نوموړي د ځوانانو بین المللي ورځې د مبارکۍ پرمهال دوی ته په خطاب کې وویل، ځوانان د سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي نظام د بدنې عمده برخه جوړوي. نن زموږ ځوانان د ملي اردو، پولیسو او امنیت، کومانډو او ځانګړو قطعاتو په لیکو کې د امنیت د تامین او د دې خاورې له عزت او شرف څخه پر دفاع بوخت دي.

fb img 1628832100334

وروسته فردین فدایي او لیمې انوري د نورو ځوانانو په استازولي له ځوانانو وغوښتل چې په دې حساسو شرایطو کې د دښمن پر ضد چې پر هیڅ شي باوري نه دی، خپل انسجام او واحدغږ وساتي.ښاغلي غني د ځوانانو بین المللي ورځې د مبارکۍ پر مهال وویل، نن تاسې د افغان ملت غږ چې الله اکبر دی، ووایه. ستاسې د دې غږ مفهوم په دې شرایطو کې زموږ د وطن، نظام او د ژوند د طریقې جمعي درک دی.

هغه زیاته کړه، الله اکبر زموږ د ملي یووالي شعار دی، پر خدای (ج) اتکا او زموږ د ملي ارادې مسیر ټاکي، پر بین المللي ټولنې د اتکا ورځې پایته رسېدلي او خپله افغانان تصمیم نیسي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، د الله اکبر په نعره خپل ملي هویت او اسلامي ارزښتونه تمثیلوو، دښمن دې پر دې پوه شي چې موږ شاتګ نه کوو. هغه د ټکنالوژۍ د انکشاف سرعت ته په اشارې وویل، اوس د دې وخت رارسېدلی چې زموږ ځوانان د خاورې لپاره خپله ژمنتیا تازه کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button